د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان سره د ډي جي نادرا بلوچستان كاشف اقبال ٬ ډپټي كمشنر كوئټه سعد بن اسد او د سېكرټري لوكل ګورنمنټ بلوچستان مير عبد الروف بلوچ ملاقاتونه

اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان سره د هغه په استوګنه ډي جي نادرا بلوچستان كاشف اقبال ٬ ډپټي كمشنر كوئټه سعد بن اسد او سېكرټري لوكل ګورنمنټ بلوچستان مير عبد الروف بلوچ ملاقاتونه وكړل۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقاتونو كښې بلوچستان په خاص توګه كوئټه كښې نادرا سره په اړوندو اولسي مسئلو ٬ د ادارې په كاركردګۍ ٬د …

اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان سره د هغه په استوګنه ډي جي نادرا بلوچستان كاشف اقبال ٬ ډپټي كمشنر كوئټه سعد بن اسد او سېكرټري لوكل ګورنمنټ بلوچستان مير عبد الروف بلوچ ملاقاتونه وكړل۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقاتونو كښې بلوچستان په خاص توګه كوئټه كښې نادرا سره په اړوندو اولسي مسئلو ٬ د ادارې په كاركردګۍ ٬د عصري آسانيو په رسنه او په صوبه كښې دسماجي پرمختګ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډي جي نادرا بلوچستان سره خبرو كښې د سېنېټ دوهم چيئرمېن ووئيل نادرا يوه مهمه قومي اداره ده۔ د بلوچستان په لرې پرتو سيمو كښې دې ددې خذمات لا مؤثر كړې شي دغسې چې وګړي شناختي كارډ ترلاسه كولو كښې كومو ستونزو سره مخ نه شي۔ ډپټی کمشنر کوئټه سعد بن اسد دوهم چيئرمېن په كوئټه كښې د امن مجموعي وضعې په اړه خبر كړو۔ دوهم چيئرمېن ووئيل چې د بلوچستان تلپاتي پرمختګ لپاره تعليم ٬ عصري ټېكنالوجي او مؤثر تعليمي نظام زيات مهم دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ځوانانو ته دې د زړه كړو ترلاسه كولو اود هنر زده كولو موقعې وركړې شي دغسې چې هغوي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړے شي۔ په دې موقع سېکرټری لوکل ګورنمنټ عبد الروف بلوچ دوهم چيئرمېن بلدیاتی نظام لا فعال كولو او د اولسي خذماتو بهترۍ له د پورته كېدونكو ګامونو په اړه خبر كړو۔د سېنېټ چيئرمېن ددې عزم څرګندونه وكړه چې د بلوچستان اولس ته د بنيادي آسانيو رسولو ٬ د تعليم ٬ پرمختګ او عصري اداره جاتي نظام ودې له به اړوندو ادارو سره بشپړ كمك كولې شي۔