اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د خارجه پالېسۍ په اړه په ميډيا غېر ضروري تبصرې زيان رسوونكې ګرځولو سره وئيلي دي چې مونږ لپاره د پاكستان مفاد مقدم دے٬ مونږ د منطقې هېوادونو سره نزدې او د ملګرتيا اړيكې لرو٬ خارجه پالېسۍ سره دې د عامو چارو په څير معامله ونكړې شي۔ د نهې په ورځ دلته په پي ټي وي هېډكوارټرز …
د خارجه پاليسۍ په اړه دې په سوشل ميډيا غير ضروري تبصرو څخه ډډه وكړې شي ٬ مونږ لپاره د هيواد مفاد مقدم دے ٬ د منطقې هيوادونو سره زمونږ نزدې او د ملګرتيا اړيكې دي: د وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ خبري كنفرنس ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د خارجه پالېسۍ په اړه په ميډيا غېر ضروري تبصرې زيان رسوونكې ګرځولو سره وئيلي دي چې مونږ لپاره د پاكستان مفاد مقدم دے٬ مونږ د منطقې هېوادونو سره نزدې او د ملګرتيا اړيكې لرو٬ خارجه پالېسۍ سره دې د عامو چارو په څير معامله ونكړې شي۔ د نهې په ورځ دلته په پي ټي وي هېډكوارټرز كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدری سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښی وفاقي وزير ووئيل په روانه وضعه كښې د خارجه دفتر كردار زيات مهم پاتے شوے دے۔ نه يوازې د نائب وزير اعظم دفتر بلكې د خارجه دفتر وياند لخوا هره دويمه ورځ پس پرېس ريليز جاري كيږي او وياند د ميډيا د پوښتنو ځواب هم وركوي۔ ده ووئيل عرب هېوادونه او ايران پاكستان لپاره زيات اهميت لري۔ ده زياته كړه چې پاكستان يوه خارجه پالېسي لري او ددې له مخې توازن برقرار ساتلو سره اسلامي هېوادونو سره زمونږ په زړه پورې اړيكې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل كله چې مونږ د نورو د ډس كرېډټ كولو هڅه كوو او خپل خيالات قوم ته رسولو له د خارجه پالېسۍ د خپلې خوښې تشريح كوو نو دا مناسب نه دي۔ ده ووئيل د اطلاعاتو د وزير په حېث ما زما سوګند او آئين د دې خبرې پابند كوي چې د خارجه دفتر يا وزيراعظم آفس لخوا كوم هم دريځ راشي د هغې په دائره كار كښې پاتې كېدو سره خبره وكړم۔ ده ووئيل دلته ذمه وار او صلاحيت لرونكي خبريالان موجود دي او ځينې اېنكرز هم د روانې وضعې حوالې سره جدي او مسؤولانه انداز كښې خبرې كوي ولې چې هغوي د منطقې جیو پولیټیکل صورتحال څخه ښه خبر دي بياهم د كول هېواد په ضد چې د غېر ضروري بيانونو وركولو كوم رجحان پېدا كيږي هغه مناسب نه دے ولې چې د منطقې هېوادونو سره د پاكستان نزدې او د ملګرتيا اړيكې دي۔ ده ووئيل د خارجه پالېسۍ په اړه په سوشل ميډيا غېر ضروري تبصرې زيان رسوونكې ثابتېدې شي۔ دې څخه ځينې هېوادونه دا محسوسوي چې شايد دا د رياست پالېسي ده ولې چې دغلته د خارجه پالېسۍ په اړه په مېډيا راتلونكې خبرې عموما رياستي دريځ ګڼلې شي۔ ده ووئيل په دې كښې به زيات احتياط كول وي۔ او دا هېواد سره زمونږ د مينې تقاضا هم ده چې خارجه پالېسۍ سره دې دا ډوله معامله ونكړې شي۔









