د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سپريم كورټ بار ايسوسي ايشن صدارتي كانديد سيد امجد شاه ګورنر هاؤس كښې ملاقات

اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن صدارتي كانديد سيد امجد شاه په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د پیپلز پارټۍ خيبر پښتونخوا دوهم عمومي سېكرټري ابراد سعيد سواتي هم په دې موقع موجود و۔ د نهې په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن …

اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن صدارتي كانديد سيد امجد شاه په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د پیپلز پارټۍ خيبر پښتونخوا دوهم عمومي سېكرټري ابراد سعيد سواتي هم په دې موقع موجود و۔ د نهې په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن د كال 2026-27 ټاكنو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر ووئيل چې پیپلز پارټی د عدليې د آزادۍ ٬ د قانون د سرلوړۍ ٬ د جمهوريت د استحكام او د ادارو د خپل اختيار په دائره كښې د كار كولو حامي پاتې شوې ده۔ ده ووئيل وكيلان په پاكستان كښې د جمهوريت په استحكام او تسلسل كښې په زړه پورې رول لوبوي۔ ده د سيد امجد شاه كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه