ملګري ملتونه 10مارچ (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي چې په افغانستان کښې د پاکستان د ترهګرۍ په ضد د روانو عملیاتو هدف د افغانستان له خاورې څخه د راپورته کیدونکې ترهګرۍ خطرې ختمول دي د ورور افغان اولس په ضد كومه كارروائي كول نه۔ دا خبره د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد پرون د سلامتي كونسل غونډې ته وېنا كښې كوله۔ پاکستانی استازي وويل چې هند د افغانستان …
په افغانستان کښې د پوځي عملیاتو هدف د ترهګرو خوندي ځایونو له منځه وړل دي: عاصم افتخار احمد

مزید خبریں
ملګري ملتونه 10مارچ (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي چې په افغانستان کښې د پاکستان د ترهګرۍ په ضد د روانو عملیاتو هدف د افغانستان له خاورې څخه د راپورته کیدونکې ترهګرۍ خطرې ختمول دي د ورور افغان اولس په ضد كومه كارروائي كول نه۔ دا خبره د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد پرون د سلامتي كونسل غونډې ته وېنا كښې كوله۔ پاکستانی استازي وويل چې هند د افغانستان خاورې څخه په پاكستان كښې ترهګرۍ ته د هوا وركولو پالېسي بايد بنده كړي٬ هند طالبان حكومت سره په ګډه د پاكستان په ضد فعاليتونو كښې ككړ دے۔ ده ووئيل د افغانستان نومولے مګر جلا استازے نصير احمد فائق احمد په حقيقت كښې د بل چا نه بلكې يوازې د خپل ذات نمائندګي كوي۔ ده ووئيل نصير احمد فائق په حقيقت كښې د افغان اولس نمائندګي نه كوي ولې چې هغه د تېر افغان حكومت استازے دے او روانو زمكيزو حقائق څخه يو اړخ ته شوے دے۔ پاکستانی استازي ووئيل نړيوالې ورورولۍ طالبان له د خپلې رويې بدلولو موقع وركړې او د مرستې پېشكش يۍ كړې و خو ددې كومه مثبته نتيجه رامخې ته نه شوه۔ ده ووئيل نن افغانستان د ترهګرو او د هغوي د مرسته كوونكو مركز او خوندي ځاې جوړ شوے دے۔ ده په ښكاره ټكو ووئيل پاكستان به د پولې پورې غاړه څخه د روانو ترهګرو بريدونو مخنيوې كولو سره غلې نه پاتې كيږي۔ پاکستانی استازي د خپل هندي همڅنګ روانتھنینی هرېش بیان په اړه ووئيل چې د پاكستان په ضد د هند دښمني ټولو ته ښكاره ده۔ ده ووئيل هند د افغانتسان په خاورې د متحركو ترهګرو ډلو سرپرستي او ملاتړ كوي۔ ده ووئيل پاکستان به د ترهګرۍ په ضد خپلې كارروايۍ روانې ساتي دغسې چې د ترهګرو ډلو نېټ ورك او صلاحيت ختم كړے شي۔ ده ووئيل نړۍ ته معلومه ده چې هند هغه رياست دے كوم چې په يوه سيمه په غېر قانوني توګه قابض دے۔ هند د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي كوي٬ جمو و کشمیر او نورو سيمو كښې رياستي ترهګري كوي۔ اوبه د وسلې په توګه كارولو سره پاكستان دائمي لوږې سره د مخ كولو هڅه كوي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن ٬ استحكام او سوكالۍ ته د ودې وركولو هدف هله ترلاسه كېدې شي كله چې طالبان حکومت د ترهګرۍ مخنيوي ، شمولیتی حکومت او افغان مېرمنو او انجونو حقونو تحفظ سره اړوند خپل لوظونه و پالي۔ ده ووئيل د طالبان حكومت كښې راتللو څخه وروستو ترهګري زياته شوې ده ٬ يوازې په تېره يوه مياشت كښې 175 څخه زيات بې ګناه پاكستاني وګړي شهيدان شول۔ ده ووئيل مونږ به د خپلو وګړو ٬ خاورې او خپلواكۍ تحفظ له ټول ضروري دفاعي اقدامات كوو۔ د ترهګرۍ مخنيوي له روانې كارروايۍ به تر هغه وخت دوام لري تر كومې چې د ترهګرو جنګي صلاحيت او مرسته ختمه شوې نه وي۔











