وزیراعظم محمد شهباز شریف ایران ، مينځني ختيز او د خلیج پشمول ټوله منطقه كښې د جنګي صورتحال ترمخه د معیشت استحکام لپاره د کفایت شعارۍ، اولسي ریلیف، سادګۍ او توان بچت لپاره 14 نکاتي پريكړي اعلان

اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ایران، مينځني ختيز او د خلیج پشمول ټوله منطقه كښې د جنګي صورتحال ترمخه د معیشت استحکام لپاره د کفایت شعارۍ، اولسي ریلیف، سادګۍ او د توان بچت لپاره 14 نکاتی تګلارې اعلان كړه٬ چې له مخې به ئې اشرافیه لپاره مراعات محدود کولو سره خرڅونو كښې کمې او بچت كولې شي۔ د ګل په ورځ وزیراعظم محمد …

اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ایران، مينځني ختيز او د خلیج پشمول ټوله منطقه كښې د جنګي صورتحال ترمخه د معیشت استحکام لپاره د کفایت شعارۍ، اولسي ریلیف، سادګۍ او د توان بچت لپاره 14 نکاتی تګلارې اعلان كړه٬ چې له مخې به ئې اشرافیه لپاره مراعات محدود کولو سره خرڅونو كښې کمې او بچت كولې شي۔ د ګل په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف قام ته خپلې وينا كښې منطقې ته په رامخې ته صورتحال قوم اعتماد كښې واخست او د حکومتی پريكړو اعلان ئې وكړو چې پكښې دوه مياشتو لپاره سرکاری ګاړو پټرول په لړ كښې 50 فیصده په سمدستي توګه کټوتی ،سرکاری ګاړو استعمال كښې 60 فیصده کمې ، کابینې غړي، وزيرانو، صلاحكارو،خاص مرستيالو تنخاګانو نه وركولو، د اسمبلۍ غړو په تنخاګانو كښې 25 فیصده کټوتی ، ګریډ 20 څخه پورته افسرانو د كومو تنخاګاني چې درې لكهه څخه زياتي دي د دوه ورځو تنخاہ کټوتی ، سرکاری محکمو خرڅونو كښې 20 فیصده کمې، د هېواد ګټي لپاره ضروري وجه نه غير وزیراعظم،ګورنرز، اعلیٰ وزيرانو ،وفاقی و صوبائی وزيرانو ،صلاحكارو،خاص مرستيالو او سرکاری افسرانو بهر هېوادونو په دورو بنديز، سرکاری دستوري كښې د خرڅونو كمولو، 50 فیصده سټاف ورك فرام هوم ، سرکاری دفترو د 5 په ځائې څلور ورځي پرانستي ساتلو، سکولونو كښې د دوه اوونو رخصتۍ، اعلیٰ تعلیم لپاره آن لائن کلاسز پشمول ګڼ اقدامات شامل دي۔ وزیراعظم ووئيل نن منطقه ته پېښ يو سنجیدہ صورتحال په اړه قوم ته مخاطب يم۔ده ووئيل د بده مرغه ټوله سيمه پشمول ایران او مينځنې ختيز دا مهال د يو جنګي صورتحال سره مخ ده۔ بے ګناه وګړي قتل كيږي ،بے كوره شوي كورنيو تکلیف او امن ته خطر زمونږ لپاره د تشویش وړ دے۔ پاکستان په دې كړكيچن صورتحال كښې هڅه كوي چې چاري د تدبر او سفارت کارۍ د لارې حل شي۔بل پلو مونږ په لويديزو پولو هم د ترهه ګرۍ سره مخ يو۔ افغانستان كښې موجود ترهه ګرو سهولت کارو د اړخه د بريدونو په ځواب كښې زمونږ ځواكونه د هېواد سلامتيا او خپلواكۍ تحفظ، او د وګړو د ځان او مال حفاظت باوري كولو مقدس فریضه په ښه ډول ترسره كوي،په دې زه هغوي ته سلام كوم۔ وزیراعظم ووئيل په ایران كښې د اسرائیلی بريدونو په نتيجه كښې د آیت اللہ سید علی خامنائی ، د هغه كورنۍ او د ايران بے ګناه وګړو په شهادت حکومت پاکستان او اولس د غم دړد څرګندونه كوي۔ مونږ د دغه بريدونو غندنه كوو۔ پاکستان په خپلو وروڼو هېوادونو سعودی عرب، متحدہ عرب امارات، قطر، کویت، بحرین، اردن، لبنان، عمان، ترکیه او آذربائیجان د شوي بريدونو هم غندنه كوي او په هغې كښې په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كوي۔ وزیراعظم ووئيل په دې مشکل حالات كښې زما د وروڼو هېوادونو مشرانو سره خبري شوي او ما د ټول قوم د اړخه د دغه هېوادونو اولس او قيادت دا دا پیغام وركړې چې پاکستان په دې سخت وخت كښې هغوي سره ولاړ دے او دا خبره دې ياده وي چې مونږ د دغه وروڼو اسلامي هېوادونو سلامتیا او استحکام خپله سلامتیا او استحکام ګڼو۔وزیراعظم ووئيل نن نړۍ كښې يو هېواد كښې پيدا شوې بحران، په څو ورځو كښې نورو هېوادونو ته رسيدلې شي۔ نړيواله منډۍ كښې د تيل بيعه كومه چې څو ورځي وړاندې تقریباً 60 ډالر يو بیرل وه،هغه په سمدستي توګه زياتيدو سره 100 ډالر يو بيرل څخه زياته شوي۔كه حالات دا ډول خرابيدل نو بيعي به قابو څخه بهر شي۔وزیراعظم ووئيل زمونږ معیشت ، صنعتونه، ټرانسپورټیشن او د ژوند روزمرہ څيزونو زياتره انحصار خلیج څخه راغلې تیل او ګیس په وركولو دې۔دغه حقیقت ترنظر ساتلو سره حکومت د معیشت استحکام لپاره سختي پريكړي كړي۔داسې انتظامی او معاشی پريكړي كومي چې آساني نه وي مونږ د مالیاتی نظم و ضبط ښه كولو او توان څانګه كښې اصلاحات معارفي كړي دغسې چې هېواد ته پېښ د توان بحران کم كړې شي۔ده ووئيل كله چې نړۍ كښې تاؤ ترېښوالې زياتيږي يا سيمه كښې جنګ وي نو د هغې اثرات نيغ په نيغه د توان په بيعو پريوځي۔۔ ده وئويل قوم له باور وركوم چې حكومت به هر ممكن هڅه كوي چې مشكل نړيوال حالات باوجود د پاکستان معیشت مستحکم وساتلې شي۔وزیراعظم ووئيل حکومت اوسنيو كښې د تيل او ګاز بيعو كښې چې كومه پريكړه كړې وه ، هغه بے شكه مشكل او په زړه كاڼې اېښودلو سره شوي پريكړه وه۔د كومي منظوری وركولو سره چې تكليف شوې خو دغې نه علاوه بله كومه لاره نه وه۔ د پیټرول او ډیزل بيعه كښې موجوده اضافے څخه زياته اضافه كولو تجویز راكړې شوې وو۔په دې زيات مشکل كښې مونږ هڅه كولو سره مينځنۍ لاره راوېستلي۔دغسې چې په اولس زيات بوجھ پريونوځي۔ قوم ګواہ دے چې تيرو كلونو كښې پاکستان څه ډول مشکل معاشی حالات سره مخ ؤ۔ يو وخت داسې وو چې هېواد دیوالیه كيدو ته نزدې وو۔هغه مشکل حالاتو كښې مونږ سیاسی ګټو نه غير ریاست او د معیشت ګټو ته پام لرنه كړي۔د لوے څښتن په فضل و کرم سره قوم زموڼږ سره مشكل پريكړو كښې ملګرتيا كړي او د صبر و حوصلے مظاهرہ ئې كړي۔ دغسې د ګرانغ په شرح كښې كمې راغلې، پالیسی ریټ تقریباً نيم پاتي شوې،د روپۍ قدر مستحکم دے او د بجلۍ بيعو كښې هم د لوې محنت سره کمې راغلې۔دا کامیابۍ د يو تن نه بلكه د ټول قوم د دعاګانو او شريكو هلو ځلو نتيجه ده۔ وزيراعظم ووئيل د دې احساس ذمه دارۍ له مخې٬ زه نن يو ځل بيا باور دركوم چې مونږ هر ممكن هڅه كوٶ٬ چې په اولس بار د كم نه كم واچولې شي، زه د عام وګړي د تكليف او د دړد بشپړه احساس لرم٬ زه د دې حقيقت نه ښه خبر يم چې كله زه د سپين ګيرو دارو لپاره پيسې كچې شي٬ يا د ماشومانو تعليم او فيس په زړه بوجھ جوړ شي ٬ نو د يو پلار ٬ مور او يو زوي په زړه څه تېرېږي٬ دا ھغه کرب دې چې په لفظونو كښې نشي بيانېدي۔ وزيراعظم د دې اندېښنې څرګندوه وكړه چې په راتلونكي كښې د تېلو په بيعه كښې د نور اضافې امكان دے، خو حكومت به بشپړه هڅه كوي چې د تېلو په بيعه كښې بيا لپاره اضافي بار په عام وګړو رانه شي، دې مقصد لپاره شپه او ورځ مشاورت او هڅې جاري دي او كه خدائے وكړي نو زه به تاسو نه مايوسه كوم۔ وزيراعظم د پاکستان اشرافيه او شمند طبقه په خاص توګه مخاطب كولو سره ووئيل كله چې په قام سخت وخت راغلے نو د دې قام شمندو٬ د چا په زړه كښې چې د خدائے ويره وي٬ د ټولو نه مخكښې راتللو سره د غمژن انسانيت له لاس وركړې او زمونږ تاريخ هم د دې خبرې ګواه دے چې زمونږ بې وځله، خواري كښ، مزدور او ھغه ټولې طبقې چې شپه او ورځ په محنت حلال رزق ګټي ٬ دوي تل وطن لپاره د ټولو نه وراندې قربانۍ وركړې دي خو اوس وخت راغلے دے چې اشرافيه راوړاندې شي او ھغه كردار ولوبوي كوم چې د يو ذمه واري معاشري حيثيت لرونكې طبقه په زړه كښې د خدائے ويره ساتلو سره كول پكار دي٬ كه په لاره اوده شوي مزدور د اشرافيه ضمير نشي راويخولې نو بيا مونږ له خپل ګرېوان كښې سر ټيټول پكار دي۔ده ووئيل په دې تناظر كښې نن غونډه شوې چې پكښې وفاقي او صوبائي حکومتونو لخوا بچت، اولسي ريليف، کفايت شعاري او په حکومتي معاملو كښې سادګي اختيارولو لپاره په متفقه توګه اهمې پرېكړې وشوې چې له مخې ئې راتلونكې دوه مياشتو لپاره د سركاري محكمو ګاډو ته په ترلاسه كېدونكي تېلو كښې 50 فيصده كټوني كېږي٬ په دې كښې ايمبولينسز او د اولسي استعمال بسونه وغيره شامل نه دي٬ راتلونكې دوه مياشتو لپاره د ټولو سركاري محكمو 60 فيصده ګاډي بندوٶ٬ راتلونكې دوه مياشتو لپاره د كابينې د غړو، وزيرانو٬ سلاحكارو او خاص مرستيال به تنخاګانے نه اخلي او دا رقم په به اولسي ريليف لپاره خرق كولې شي٬ د دې نه علاوه د پارلماني غړو په تنخاګانو كحې به هم 25 فيصده كټوتي كولې شي٬ د 20 ګرېډ او د دې نه د بره ګرېد د داسې افسرانو چې تنخا ئې د درې لكه نه زياته ده ٬ د دوي د دوه ورځو تنخا كټوتي كولو سره به د اولس په ريليف كښې استعمالولې شي۔ وزيراعظم اعلان وكړو چې د ټولو سركاري څانګو د نتخواګانو نه كېدونكې خرڅونو كښې 20 فيصده كمې كوٶ٬ په سركاري څانګو كښې د ګاډو، فرنيچر، اے سي او نورو څيزونو په اخستو بشپړه پابندي ولګولې سوه٬ د وزيرانو، سلاحكار او خاص مرستيالو او د سركاري افسرانو په بهرنيو دورو بشپړه پابندي لګولې شوه ده٬ د ھغه دورو نه علاوه كومې چې د هېواد مفادو لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل چې ټېلي کانفرنسنګ او آن لائن ميټنګز ته به ترجيح وركولې شي دغسې چې د اېندن زيان بچت ممكن كړې شي ۔ وزيراعظم ووئيل د ماسختون په سركاري ډوډۍ او په روژه ماتي هم بشپړه بندېز لګولے شوے دے ٬ په خرڅونو كښې كمي لپاره به سيمنارز او کنفرنسز د هوټلز په ځائي په سركاري ځايونو كښې كولې شي چې منظوري به ئې يو خاص كمېټي وركوي۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د اېندهن او توان بچت لپاره د سرکاري و نجي څانګو په اړه هم اهمې پرېكړې شوې دي چې له مخې به ئې په سركاري او نجي څانګو كښې د ډېر ضروري سروسز نه علاوه پاتې ټولو ځايونو كښې 50 فيصده سټاف ورك فرام هوم كوي او 50 فيصده سټاف به دفترو ته راځي٬ په اوونۍ كښې به يوازې څلور ورځې دفترې پرانستې وي٬ د تېلو بچت لپاره په اوونے كښې يوه اضافي چهټي وركولې كېږي٬ د دې اطلاق به په بېنكونو نه كېږي٬ صنعت او زراعت په څانګو د ورك فرام هوم او په اوونۍ كښې د اضافې چهټۍ د پرېكړو اطلاق نه كېږي٬ په سمدستي توګه ټولو سكولونو كښې د روانې اوونۍ په پائې كښې د دوه اوونيو رخصتي وركولې كېږي او په هائي اېجوكېشن په ادارو كښې په سمدستي توګه آن لائن کلاسز پېل كوٶ٬ د تيلو بچت باوري كوول لپاره په هائي ويز د رفتار حد د يو ساعت په سر 80 او په موټروېز د 100 کلوميټره كړې شوې۔ وزيراعظم قام په خاص توګه شمندو او كاروباريانو ته اپيل كړے دے چې ھغوي دې په دې قامي هڅه كښې بشپړه برخه واچوي۔ ده د مفاد پرست عناصرو، ذخيره اندوزو او د پټرول او ډيزل ناجائز منافع خور خبردار كړي چې د دې صورتحال نه چې بېخي د ګټې پورته كولو كوشش ونه كړئ ګني نو قانون به په حركت كښې راشي٬ په دې لړ كښې ټولو صوبائي حكومتونو ته هدايات جاري كړې شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح د پاکستان خوشحالي، استحکام، ترقي او تحفظ ده۔ دا قام يو شمېر ازمېښتونو سره مخ شوې خو هر ځل د الله تعاليٰ په فضل و کرم، شريك اتحاد او د پاك پوځ په مړانه او د قربانيو په سبب كامياب شوے٬ نن نړيواله منظرنامه نوې چلېنجز سره مخ ده۔ ده ووئيل د طاقت توازن بدلېږي او نوې اتحاد جوړېږي٬ په دې نازك ترين وخت كښې پاكستان له يو ځل بيا وحدت، اخوت او د ذمه وارۍ احساس ته چې څومره اړتيا نن لري شايد چې د دې نه وړاندې كله نه ٶ۔ وزيراعظم راياد كړل چې د روژې مباركې دا مقدس مياشت مونږ ته د صبر، اخوت او د اجتماعي ذمه وارۍ درس راكوي او رايادوي چې يو مضبوط او باوقار قام ھغه وي چې په سخت وخت كښې د تدبر، حکمت او شريكې مرستې د لارې مخكښې لاړ ځي٬ چې مقصد لوړ او نېك صافه وي نو د الله تعاليٰ مدد ضرور شامل حال وي۔ ده د شاعر مشرق علامه محمد اقبال ھغه شعر د خپلې وېنا په پائې كښې واورلو
“آج بھي هو جو براهيم کا ايماں پيدا آگ کر سکتي هے انداز گلستاں پيدا”

مزید خبریں