اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر او د پاکستان علما کونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د دوست اسلامي هېوادونو په اړه د بې بنسټه تبصرو نه دې ډډه وكړئ شي، د پاکستان خارجه وزارت د ايران، اسرائيل جنګ او په عرب هېوادونو د بريدونو په اړه خپل موقف بيان كړے دے۔ د ګل په ورځ خپل ويډيو بيان كښې ده …
د دوست اسلامي هېوادونو په اړه د بې بنسټه تبصرو نه دې ډډه وكړئ شي۔ حافظ طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر او د پاکستان علما کونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د دوست اسلامي هېوادونو په اړه د بې بنسټه تبصرو نه دې ډډه وكړئ شي، د پاکستان خارجه وزارت د ايران، اسرائيل جنګ او په عرب هېوادونو د بريدونو په اړه خپل موقف بيان كړے دے۔ د ګل په ورځ خپل ويډيو بيان كښې ده ووئيل چې په عرب هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان دې د ځائي قوانينو بشپړه پابندي وكړي٬ ايران زمونږ ګاٶنډي هېواد دے او په سعودي عرب كښې زمونږ مقدس ځايونه دي۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل حافظ سيد عاصم منير د وروڼو هېوادونو ترمېنځه د معاملو بهترۍ لپاره هڅې كوي٬ اسلام دښمن دا جنګ د مسلمانانو ترمېنځه فرقه ايز جنګ جوړول غواړي كومې لپاره چې د سوشل ميډيا د لارې فرقه ايز تصادم لپاره سازشونه كېږي۔ ده ووئيل د ټول مكاتب فكر مشرانو او اولس له د پېغام پاکستان په ضابطه اخلاق عمل پكار دے٬ قامي يا اولسي املاك سوځول يا په هېواد كښې د تشدد فضا جوړولو ګنجائش نشته











