اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي چې افغانستان د كم عمره ځانمرګو بمبارو وسله لري كومه چې ھغوي د بې ګناه خلقو په ضد استعمالوي۔ په اسلام آباد كښې د امنيتي اندېښنو په سبب د "ووېمن مارچ" اجازه ورنه كړې شوه٬ د اېن او سي نه غېر مارچ كوونكي نيولې شوي د شپې خوشې كړې شوي دي ۔ د ګل …
افغانستان د كم عمر ځانمرګي بمبارو وسله لري كومه چې ھغوي د بې ګناه خلقو په ضد استعمالوي۔ په اسلام آباد كښې د امنيتي اندېښنو په سبب د “ووېمن مارچ” اجازه ورنه كړې شوه۔ طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي چې افغانستان د كم عمره ځانمرګو بمبارو وسله لري كومه چې ھغوي د بې ګناه خلقو په ضد استعمالوي۔ په اسلام آباد كښې د امنيتي اندېښنو په سبب د “ووېمن مارچ” اجازه ورنه كړې شوه٬ د اېن او سي نه غېر مارچ كوونكي نيولې شوي د شپې خوشې كړې شوي دي ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د بېلو پوښتنو په ځواب كښې طلال چوهدري ووئيل په ون فائيو په موصول شوې كالز 95 فيصده درعمل كېږي چې په سبب ئې کالر مطمئن دي۔ ده ووئيل چې په محکمه كښې د کرپشن اعتراف كوٶ خو په دې لړ كښې زيرو ټالرنس لرو، په کرپشن چې كومو افسرانو ته سزاګانے شوې دي د ھغې تفصيل به وړاندې كړو۔ د شاهده رحماني د پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د هېواد د امنيتي وضعې له مخئ په لاهور او کراچۍ كښې وېمن مارچ منسوخ كړې شوې خو په اسلام آباد كښې د اېن او سي نه غېر د مارچ هڅه شوې٬ مارچ كوونكي په حراست كښې اخستې شوي كوم چې د شپې خوشې كړې شوي٬ ده ووئيل چې افغانستان په موجوده صورتحال كښې د لانګ رېنج وسله نه لري خو ولې د كم عمر ځانمرګي بمبارو وسله لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې جمعيت علماء اسلام (ف) ليډر شپ امنيتي خطرې لري٬ په دوي څو ځله بريدونه هم شوي دي، د دوي سکينډ لائن قيادت هم په نښه كړې شوې٬ امنيتي اېجنسۍ چې كوم ځائ چا ته خطر وي ھغوي خبروي دغسې چې ھغوي حفاظتي تدبيرونه وكړي او امنيتي ادارو سره مرسته وكړي











