اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری په كراچی پورټ ټرسټ (كے پی ټی) د ګڼې كمولو لپاره په نیلام شوې كنټینرو د ډیمریج چارجز بخښلو اعلان وكړو۔دا پريكړه د بندر ځائې نجی ټرمینلز په مرسته شوي۔د وزارت د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې د بحري چارو وزارت وئيلي چې د دې اقدام ترمخه به د كراچی پورټ ټرسټ …
وفاقی وزیر جنید انوار چوهدری كے پی ټی په نیلامی كنټینرو د ډیمریج بخښلو اعلان وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری په كراچی پورټ ټرسټ (كے پی ټی) د ګڼې كمولو لپاره په نیلام شوې كنټینرو د ډیمریج چارجز بخښلو اعلان وكړو۔دا پريكړه د بندر ځائې نجی ټرمینلز په مرسته شوي۔د وزارت د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې د بحري چارو وزارت وئيلي چې د دې اقدام ترمخه به د كراچی پورټ ټرسټ نیلام شوې كنټینرو ډیمریج نه شي وصولولې، په دې شرط چې هغوي د اعلان په 7 ورځو كښې خپل كلیئرنس وكړي۔ده ووئيل دا اقدام په بندر ځائې د زيات شوې رش كمولو پلو يو مهم اقدام دے دې سره به كسټمز ته كلیئرنس عمل تندولو كښې مرسته ترلاسه شي۔دې سره سره به تجارتی څانګي ته هم ګټه وشي ځكه چې ګهير شويو كنټینرو وجه به تاخیر كم شي او كراچۍ ته راتلونكې ټرانس شپمنټ كارګو لپاره ځائې پیدا شي۔جنید انوار چوهدری ووئيل ډیمریج كښې دا اعلان د كے پی ټی د اړخه په بندر ځائې د رش مسئلے حل لپاره د فعال تګلاري عكاسی كوي او دا اقدام د پاكستان اقتصادی پرمختګ لپاره هلو ځلو لا زياتولو د عزم څرګندونه ده











