اسلام آباد۔9مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ويلي دي پاکستان د کره استخباراتي معلوماتو په بنسټ په افغانستان کښې د عسكريت خوښو پټنځايونو په ضد كارروايۍ كوي۔ پاکستان په افغانستان کښې کومه ښاريزه سيمه نه ده په نښه کړې۔ پاکستان يوازې د ترهګرو بنيادي تاسيسات او د هغوی د ملاتړ نظام په نښه کوي۔ بهرنيو ورځپاڼو سره خبرو کښې د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل …
پاکستان د کره استخباراتي معلوماتو په بنسټ افغانستان کښې د عسكريت خوښو پټنځايونه په نښه كوي: د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ بهرنيو ورځپاڼو سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔9مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ويلي دي پاکستان د کره استخباراتي معلوماتو په بنسټ په افغانستان کښې د عسكريت خوښو پټنځايونو په ضد كارروايۍ كوي۔ پاکستان په افغانستان کښې کومه ښاريزه سيمه نه ده په نښه کړې۔ پاکستان يوازې د ترهګرو بنيادي تاسيسات او د هغوی د ملاتړ نظام په نښه کوي۔ بهرنيو ورځپاڼو سره خبرو کښې د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل چې د افغان طالبان رجيم لخوا وړاندې شوي خيالي ارقام د کومې جدي تبصرې وړ نه دي۔ د افغانستان د دفاع وزارت وياند لخوا د پاکستان په ضد د جنګ په ډګر كښې د برياليتوب ادعاوې رښتيا نه دي او يوازې پروپېګنډې دي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د افغان طالبان رجيم او افغانستان لپاره د ملګرمو ملتونو مشن لخوا د افغان وګړو د وژل كېدو خبر ترديد كولو سره ويلي چې په كابل كښې د ملګرو ملتونو د ايجنسۍ د دې معلوماتو انحصار په طالبان حكومت دے۔ ده ووئيل د افغان طالبان او فتنة الخوارج ترهګرو لخوا په ګډه بريد كول ددې خبرې تصديق دے چې افغان طالبان حكومت او د افغانستان له خاورې څخه فعاله يو شمېر ترهګر تنظيمونه يو بل سره ژور تړون لري۔ ده وويل د افغان طالبان رجيم د ټولو بريدونو فوري او په مؤثر ډول ځواب وركړے شوے نه دے۔ عطاﺀ تارړ ووئيل چې پاكستان د ترهګرو او د هغوي د ملاتړ كوونكو په شمول د افغان طالبان عسكري مركزونه په سم ډول په نښه كړي دي۔











