په ايران كښې ميشته پاكستانيان بايد سفارتخانه كښې فوري اندراج وكړي: سفير مدثر

تهران ۔9 مارچ(اے پی پی): په ايران كښې پاكستاني سفير مدثر ټیپو په ايران كښې مېشته پاكستانيانو ته وئيلي دي چې هغوي دې په سمدستي توګه په سفارتخانه كښې خپل اندراج وكړي۔ د ګل په ورځ سفارتخانې څخه د جاري شوي بيان له مخې هغه ووئيل دلته د مسئلو له امله د بسونو درك لګول ګران شوي دي۔ دې سره سره نورې ستونزې هم پېښې دي ځكه زمونږ هغه وګړي …

تهران ۔9 مارچ(اے پی پی): په ايران كښې پاكستاني سفير مدثر ټیپو په ايران كښې مېشته پاكستانيانو ته وئيلي دي چې هغوي دې په سمدستي توګه په سفارتخانه كښې خپل اندراج وكړي۔ د ګل په ورځ سفارتخانې څخه د جاري شوي بيان له مخې هغه ووئيل دلته د مسئلو له امله د بسونو درك لګول ګران شوي دي۔ دې سره سره نورې ستونزې هم پېښې دي ځكه زمونږ هغه وګړي كوم چې پاكستان ته بېرته تلل غواړي هغوي دې فوري خپل اندراج په سفارتخانه كښې وكړي دغسې چې د هغوي د لېږلو انتظام په وخت وكړے شي۔ ده په خاص توګه په قم كښی مېشته پاكستاني وګړو ته خواست وكړو چې هغوي دې فوري ستنېدو كښې پاكستاني سفارت سره مرسته وكړي۔

مزید خبریں