منطقه كښې امن، استحكام او سلامتيا لپاره مكالمه او سفارت كاري تر ټولو مؤثره ذريعې دي۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي منطقه كښې امن، استحكام او سلامتيا لپاره مكالمه او سفارت كاري تر ټولو مؤثره ذريعې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ صاحبه غفاروو، اسپيكر ملي مجلس آذربائيجان سره ټيليفوني خبرو اترو په مهال كړي،چې پكښې د منطقې په تازه صورتحال او شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د خبرو اترو په …

اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي منطقه كښې امن، استحكام او سلامتيا لپاره مكالمه او سفارت كاري تر ټولو مؤثره ذريعې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ صاحبه غفاروو، اسپيكر ملي مجلس آذربائيجان سره ټيليفوني خبرو اترو په مهال كړي،چې پكښې د منطقې په تازه صورتحال او شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د خبرو اترو په مهال د سېنېټ چيئرمېن اوسني ډرون بريدونو په تناظر كښې د آذربائيجان حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د دې نوعيت بريدونه د نړيوال قوانين او خپلواكه رياستونو ترمينځه د اړيكو د اوصولو خلاف ورزي ده او دې ډول اقداماتو سره د سيمي امن و استحكام ته زيان رسي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان آذربائيجان ته پېښي امنيتي اندېښني پيژني او آذربائيجان خپلواكۍ،سيمه ايزي سلامتيا لپاره د غير متزلزل حمايت پخلے كوو۔په دې موقع د آذربائيجان پارليمنټ اسپيكر په موجوده صورتحال كښې د پاكستان د اړخه د بشپړه حمايت او يووالي په څرګندونه ده د سېنېټ چيئرمېن مننه وكړه۔ده د پاكستان سره د نزدې اړيكو د عزم پخلي كولو سره د پاكستان پرله پسې سفارتي او سياسي حمايت وستائلو۔د خبرو په آخر دواړو لارښودو د دې باور څرګندونه وكړه چې پاكستان او آذربائيجان به په سيمه ايزه او نړيواله كچه امن، استحكام او مرستي وده كښې مثبت كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں