د هېواد دفاع په قوي لاسونو كښې ده،جنګونه د شخړو حل نه دې، پاكستان د امن لپاره نړۍ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔عطاء الله تارړ د پخواني صدر ارواښاد محمد رفيق تارړ برسۍ په موقع دستوري ته وينا

لاهور 07 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د هېواد دفاع په قوي لاسونو كښې ده،جنګونه د شخړو حل نه دې، پاكستان د امن لپاره نړۍ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي، په نړيواله كچه د تيلو بيعه زياته شوي، وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي په شهادت د افسوس څرګندونه كړي،د ارواښاد رفيق …

لاهور 07 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د هېواد دفاع په قوي لاسونو كښې ده،جنګونه د شخړو حل نه دې، پاكستان د امن لپاره نړۍ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي، په نړيواله كچه د تيلو بيعه زياته شوي، وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي په شهادت د افسوس څرګندونه كړي،د ارواښاد رفيق تارړ ژوند د نظريه پاكستان او عقيده ختم نبوت له مخې تير شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پخواني صدر پاكستان او تحريك پاكستان مخلص كاركن او اداره نظريه پاكستان پخواني چيئرمېن ارواښاد محمد رفيق تارړ څلورمي برسۍ په موقع اداره نظريه پاكستان د سيوري لاندې ايوان كاركنان تحريك پاكستان كښې دستوري ته وينا په مهال وكړه۔په دې موقع ساجده فاروق تارړ،بلال فاروق تارړ، مجيب الرحمن شامي، ليګي لارښود ملك شهباز كھوكھر، مياں فاروق، اختر حسين قريشي، سيكرټري اداره نظريه پاكستان ناهيد عمران ګل، پروفيسر عابد شيرواني، سيف الله چوهدري، نسيم الله ګرديزي پشمول ګڼ شمير زدكونكي موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو آزاد رياست دے كوم چې زمونږ آباؤ اجداد د لويو قربانو نه پس ترلاسه كړے،نړۍ كښې دوه رياستونه دي كوم چې د كلمي په بنياد جوړ شوي،په هغې كښې يو رياست مدينه او دويم مملكت خداداد پاكستان دے، د دې هېواد جوړيدو په شا يوه نظريه وه چې له امله ئې نن مونږ په يو آزاد رياست كښې ژوند كوو، انشا الله پاكستان به تر قيامت قائم و دائم وي۔ موجوده نړيوالو حالاتو په اړه خبره كولو سره وفاقي وزير ووئيل د هېواد دفاع په قوي لاسونو كښې ده او معركه حق كښې نړۍ ته زمونږ د طاقت اندازه شوي چې څه ډول زمونږ پوځ د خپل ځان څخه لوئ دښمن له ماتې وركړې، دښمن اوس په غلط نظر د كتلو جرات نه شي كولې۔ده ووئيل پاكستان امن خوښې هېواد دے، جنګونه د شخرو حل نه وي، وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې امن لپاره په سفارتي محاذ هڅي ټولي نړۍ منلي دي۔سيمه كښې تاؤ ترېښژالي په اړه ده ووئيل وزيراعظم محمد شهبازشريف د ايران سپريم ليډ آيت الله خامه اي په شهادت د غم دړد څرګندونه كړي او نورو هېوادونو سره ئې د يووالي څرګندونه كړي په دې په سكيورټي كونسل كښې د ايران نمائنده د پاكستان د هڅو مننه كړي۔ده ووئيل سيمه كښې روان تاؤ ترېښوالي ختمولو له سعودي عرب، آذربائيجان، تركيه پشمول نورو اسلامي هېوادونو سره رابطه كښې يو،غواړو چې ډلو ترمينځه روان تاؤ ترېښوالې زر ختم شي،دې لپاره پاكستان په سفارتي كچه خپل كردار ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د هېواد د خذمت لوظ كړې او دې خبري له لوظي يو چې د هېواد خذمت به كوو،چې دا هېواد وي نو هر څه به وي،د دې هېواد په وجه موڼږ دې مقام ته رارسيدلې يو ،د لوے څښتن په فضل حكومتي مثبت پاليسو په سوب د هېواد معيشت په سم پلو روان دے۔ د تيلو بيعه كښې اوسنې زياتوالې په اړه ده ووئيل موجوده حالات كښې په نړيواله كچه د نيلو بيعه زياته شوي چې له امله ئې موڼږ هم زياته كړي، هڅي كوو چې د دې بوجھ په عام وګړي پري نوځي، اولس له به زيات سهوليات وركولې شي۔ده ووئيل د هېواد سياسي و عسكري قيادت په ښه ډول د پاكستان سلامتيا او سوكالۍ له چمتو دي۔پخواني صدر مملكت ارواښاد محمد رفيق تارړ د پاكستان او نظريه پاكستان ودي ،سياسي، عدالتي او قومي خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقي وزير ووئيل ارواښاد محمد رفيق تارړ د نظريه پاكستان ودي او قومي اقدار تحفظ لپاره په زړه پوري كردار ترسره كړې،په دې اړه د هغه خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔د ارواښاد د ژوند د احوال ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل پاكستان جوړيدو په وخت ارواښاد محمد رفيق تارړ مسلم سټوډنټس فيډريشن جوائن كړې او پاكستان جوړيدو په اړه ئې خپل خدمات تر سره كړي،پاكستان جوړيدو په وخت هغه د كډوالو په زړه پوري مرسته كړي۔ده ووئيل د ارواښادج ژوند په نظريه پاكستان او عقيده ختم نبوت تير شوے او هغه عمر له وګړو له انصاف وركولو كښې كردار ترسره كړې،د هغه ژوند زمونږ لپاره د لارې مشعل دے۔دستوري ته نورو مقررينو هم خطاب وكړو۔دې څخه وړاندې د ارواښاد محمد رفيق تارړ بخښني لپاره فاتحه خواني وشوه۔دې نه پس اداره نظريه پاكستان د اړخه وفاقي وزير عطاء الله تارړ له كتب او شيلډ وركړې شو۔

مزید خبریں