ميرمنو خپلواكه كول د قومي پرمختګ ، سماجي استحكام او جمهوريت قوي كولو له ضروري دې۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق

اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي ميرمنو خپلواكه كولو نه غير هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولو خواب پوره كيدے نشي، كوم هم قوم حقيقي پرمختګ تر هغه وخت نه شي كولې تر څو چې ميرمنو له د ژوند په ټولو څانګو كښې برابر موقعې او مؤثره شراكت داري ورنه كړې شي، تعليم، صحت، روزګار، قيادت او پريكړي كولو عمل …

اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي ميرمنو خپلواكه كولو نه غير هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولو خواب پوره كيدے نشي، كوم هم قوم حقيقي پرمختګ تر هغه وخت نه شي كولې تر څو چې ميرمنو له د ژوند په ټولو څانګو كښې برابر موقعې او مؤثره شراكت داري ورنه كړې شي، تعليم، صحت، روزګار، قيادت او پريكړي كولو عمل كښې د ميرمنو مؤثره نمائندګي د پاكستان پرمختګ او سماجي همغږۍ لپاره ضروري دې۔د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ميرمنو نړيوالي ورځ په موقع په خپل خصوصي پيغام كښې سپيكر سردار اياز صادق ووئيل اسلام ميرمنو له عزت، وقار او برابر حقونه وركوي او ټولنه كښې صنفي امتياز يا نا انصافغ كوم ګنجائش نشته۔ ده په دې خبره زور راوړو چې رياست او ټولني شريكه ذمه واري ده چې ميرمنو ته پېښ سماجي خنډانو ، عدم مساوات او تشدد په شان مسئلو ختمولو له كوټلي ګامونه پورته كړي او ميرمنو لپاره محفوظ ماحول، وقار لرونكې روزګار او د پرمختك برابر موقعې وركړې شي۔ده ووئيل موجوده پارليمان د ميرمنو د حقونو تحفظ او د هغوي په ضد د تشدد خاتمے لپاره كوټلي قانون سازۍ ته پام لرنه كوي۔ده سږ كال منظور شوي د كورنو تشدد مخنيوي په اړه قانون 2026ء يوه لويه كاميابي ګرځولو سره ووئيل دا قانون د ميرمنو او ماشومانو د كورونو استحصال او تشدد څخه تحفظ وركولو پلو يو مهم پيش رفت دے او دې به مؤثره عملدرآمد باوري كولې شي۔

مزید خبریں