اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئېلي دي چې ميرمنو له يو برابر موقعې وركولو نه غېر د جمهوريت استحكام يو خوب دے٬برابرۍ كښې تاخير په اصل كښې د انصاف څخه انكار مترادف دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده انټرنېشنل ويمنز ورځې 2026 په لړ كښې د ويمن پارليمنټري كاكس د سيوري لاندې پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز(پيس)كښې دستورې ته د خاص مېلما …
د ميرمنو خپلواكه كولو نه غېر قوي جمهوريت ناممكنه دے۔سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئېلي دي چې ميرمنو له يو برابر موقعې وركولو نه غېر د جمهوريت استحكام يو خوب دے٬برابرۍ كښې تاخير په اصل كښې د انصاف څخه انكار مترادف دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده انټرنېشنل ويمنز ورځې 2026 په لړ كښې د ويمن پارليمنټري كاكس د سيوري لاندې پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز(پيس)كښې دستورې ته د خاص مېلما په حيث وينا كښې وكړه۔د سينيټ چيئرمېن په دې موقع د “پاكستان ويمن پارليمنټري ليډرز پورټل”اجراﺀ هم وكړه او دا يې د ميرمنو سياسي شموليت لپاره يوه كاميابي وګرځوله۔په خپله وينا كښې ده زور راوړو چې د ميرمنو په پريكړو كولو كښې شموليت او هغوي د سماجي٬معاشي او سياسي په توګه خپلواكه كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل چې “Rights. Justice. Action. For All Women and Girls” محض يوه نعره نه بلكې يو عملي غوښتنه ده په كوم چې عملدرآمد قومي فريضه ده۔سيد يوسف رضا ګيلاني د خپل وزارت عظمٰی دور حواله وركولو سره وئېلي چې ما عمر له ميرمنې او اقليتونه د خپلې حقيقې حلقې انتخاب ګڼلې دي٬زما په دوره كښې 8 مارچ وركنګ ويمن ډے ګرځولې شوې او بينظيرانكم سپورټ پروګرام پشان انقلابي منصوبه پېل كړی چې له مخې ئې ميرمنو له د خيرات په ځاې وقار او معاشي خپلواكي وركړې شوي۔ده ووئيل چې محترمه فاطمه جناح نه تر شهيدې محترمه بينظير بهټو ميرمنو جمهوري هلو ځلو عظيم تاريخ جوړ كړې ٬شهيده بينظير بهټو د اسلامي نړۍ وړومبۍ ميرمن وزيراعظمه جوړېدو سره په نړيواله كچه خپل صلاحيتونو آزمائيلي دي۔











