اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره پاكستان كښې د سويډن سفيرې اليګزينډر ابرګ وون لنډے وليدل۔په دې مهال په دوه اړخيزه مرستې او د شراكتدارۍ په نوې موقعو او په خاص توګه د كان كني او توان په څانګو كښې د مرستې په لا وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پېټروليم ډويژن وياند له مخې د ملاقات په مهال دواړو د پاكستان او …
د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره په پاكستان كښې د سويډن سفيرې اليګزينډرابرګ وون لنډے وليدل٬د دوه اړخيزه مرستې او شراكتدارۍ نوې موقعو٬په خاص توګه كان كني او توان په څانګه كښې مرستې ته په لا وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره پاكستان كښې د سويډن سفيرې اليګزينډر ابرګ وون لنډے وليدل۔په دې مهال په دوه اړخيزه مرستې او د شراكتدارۍ په نوې موقعو او په خاص توګه د كان كني او توان په څانګو كښې د مرستې په لا وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پېټروليم ډويژن وياند له مخې د ملاقات په مهال دواړو د پاكستان او سويډن ترمينځه د اوږد مهاله اړيكو ستائېلو سره اقتصادي او صنعتي مرستې د لا مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔سفيرې الیګزینډرا برګ وون لنډے وئېلي دي چې سويډن تېرو 77 كلونو راهسې د پاكستان سره قوي رابطي په ځاې ساتلې دي او دا مرسته په ټرانسپورټ٬ټيلي كميوني كيشنز٬ پیکیجنګ او صنعت پشمول ګڼو څانګو مشتمل ده۔دي ووئيل دا مهال پاكستان كښې د سويډش بزنس كونسل 40 څخه زيات كمپنو ركنيت دے٬كوم چې په هيواد كښې د سويډش كاروباري موجودګۍ څرګندنه ده۔سفيرې د كان كني په سباؤن كښې مرستې لپاره د ډاډ وړ څانګه ګرځولو سره وئېلي دي چې سويډن په خاص توګه ډيجيټلائزېشن٬پائيداري٬مائننګ سروسز او ماحولياتي تحفظ په اړه پراخا پوهه لري۔دې ووئيل چې سويډش كمپنۍ وړاندې څخه د پاكستان كان كني څانګه كښې كردار ترسره كوي او په دې كښې د نور پرمختګ صلاحيت هم شته۔وفاقي وزير علي پرويز ملك پاكستان كښې د سويډن پرله پسې سرمايه كارۍ او كاروباري موجودګي ستائېلو سره وئېلي دي چې حكومت نړيوالو شراكتدارو سره په ګډه د هېواد قدرتي وسائلو څانګې ته پرمختګ له لوظي دے۔علي پرويز ملك ريكوډك پروجيكټ د پاكستان كان كني څانګې زيور ګرځولو سره وئېلي دي دا د ستائنې وړ امر دے چې د بيلو چېلنجونو باوجود په دې پروژه كښې يوې ورځې تاخير نه دې شوے د كوم كريډيټ چې دې كښې شامل ټولو كمپنو او شراكتدارو پيشه وره پژهانو ته ترلاسه دے۔ملاقات كښې دواړو ډلو د پاكستان او سويډن ترمينځه مرستې لا قوي كولو عزم پخلے وكړو او سرمايه كارۍ٬ټېكنالوجي تبادلې او مهمو څانګو كښې تل پاتې پرمختګ ودې لپاره رابطې په ځائې ساتلو ته سلا شول۔











