وزیر اعظم محمد شهباز شریف د كورنيو چارو وفاقي وزير كور ته لاړو،د محسن نقوی تپوس پوښتنه ئې وكړه،د اولس د ځان او مال تحفظ كښې به هيڅ ډول بے غوري نه شي كولې۔وزیراعظم

لاهور 06 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د هېواد داخلي سلامتيا په اقداماتو د اطمینان څرګندوني سره سپارښتنه كړي چې د اولس د ځان او مال په تحفظ كښې هيڅ ډول بے غوري ونه كړې شي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د جمعې په ورځ د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی کور ته لاړو او د هغه تپوس پوښتنه وكړه۔ وزیراعظم د محسن نقوی زر روغتيا لپاره …

لاهور 06 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د هېواد داخلي سلامتيا په اقداماتو د اطمینان څرګندوني سره سپارښتنه كړي چې د اولس د ځان او مال په تحفظ كښې هيڅ ډول بے غوري ونه كړې شي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د جمعې په ورځ د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی کور ته لاړو او د هغه تپوس پوښتنه وكړه۔ وزیراعظم د محسن نقوی زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه څوك چې د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د مظاهرچيانو سره خبرو په مهال ژوبل شوې ؤ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د هېواد په كورني امنيت او مجموعی صورتحال د خيالاتو څركندونه وشوه۔ وفاقی وزیر محسن نقوی وزیر اعظم د امن و امان په ځائې ساتلو لپاره شوي اقداماتو څخه خبر كړو۔ وزیراعظم د كورنۍ سلامتيا په اړه په اقدامات د اطمینان څرګندوني سره ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره دې هيڅ ډول بے غوري ونه كړې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د پولیس پشمول قانون نافذ کونكو ادارو ته په دې لړ كښې ښكاره هدایات جاری کړې شوي او زه په ذاتی توګه امنيتي انتظامات مانیټرنګ كوم۔

مزید خبریں