وزيراعظم شهباز شريف صوبائي حکومتونو ته د پټروليم مصنوعاتو ذخيره كوٶنكو په ضد د سختې قانوني كارروائۍ امر وكړو

اسلام آباد06 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف صوبائي حکومتونو ته د پټروليم مصنوعاتو ذخيره كوونكو په ضد د سختې قانوني كارروائۍ امر كولو سره ويلي چې كوم پټرول پمپونه چې د مصنوعي قلت په ناوړه دنده كښې ملوث دي٬ ھغوي دې ونيولې شي او لائسنس منسوخ كولو سره دې قانوني كارروائي وكړې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعاتو په اړه د لوړې كچې …

اسلام آباد06 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف صوبائي حکومتونو ته د پټروليم مصنوعاتو ذخيره كوونكو په ضد د سختې قانوني كارروائۍ امر كولو سره ويلي چې كوم پټرول پمپونه چې د مصنوعي قلت په ناوړه دنده كښې ملوث دي٬ ھغوي دې ونيولې شي او لائسنس منسوخ كولو سره دې قانوني كارروائي وكړې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعاتو په اړه د لوړې كچې غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران جام کمال خان، احد خان چيمه، اورنګزيب، عطا تارړ، علي پرويز ملك، اويس خان لغاري، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد، د څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان چيف سيکرټريز، او اعلی سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔ د پټروليم وزارت غونډې ته د منطقې د بدلېدونكي وضعيت په تناظر كښې د پټروليم مصنوعاتو پانګو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو، د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د هېواد ضرورتونه ترسره كولو لپاره په هېواد كښې د پيټروليم مصنوعاتو مناسب ذخيره موجود ده۔ وزيراعظم صوبائي حکومتونو ته امر وكړو چې د پټروليم مصنوعاتو ذخيره كوونكو په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي او كوم پټرول پمپس چې د مصنوعي قلت په ناوړه دنده كښې ملوث دي٬ ھغوي دې ونيولې شي او لائسنس منسوخ كولو سره دې د هغوي په ضد قانوني كارروائي وكړې شي۔ وزيراعظم د پټروليم وزير ته امر وكړو چې د صوبو دوره وكړي او صوبائي حکومتونو سره په ګډه د پيټروليم مصنوعاتو بچت او د دې اولس ته له تعطل پرته د پلان جوړ كړي۔ وزيراعظم د پټروليم مصنوعاتو د نقل و حركت په اړه د ډيش بورډ جوړولو امر هم وكړو چې د لارې ئې صوبو سره رئيل ټائم كښې ډيټا شيئر شي او د پټروليم مصنوعاتو د نقل و حمل نګراني وكړې شي

مزید خبریں