د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق چارو وزارت په اړه غونډه٬د كركيلې او غذائي تحفظ څانګه د هېواد معيشت كښې د مهمې ستن درجه لري۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيل د كركيلې او غذائي تحفظ څانګه د هېواد معيشت كښې د مهمي ستن درجه لري٬ايګريكلچر روډ ميپ په اړه دې د صوبائي حكومتونو٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير حكومتونو سره د مشاورت عمل لا موثره كرې شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د …

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيل د كركيلې او غذائي تحفظ څانګه د هېواد معيشت كښې د مهمي ستن درجه لري٬ايګريكلچر روډ ميپ په اړه دې د صوبائي حكومتونو٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير حكومتونو سره د مشاورت عمل لا موثره كرې شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق چارو وزارت په اړه غونډه شوې۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د قومي غذائي تحفظ او تحقيق چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر ياني٬د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر٬د څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان٬آزاد جمو كشمير چيف سېكرټريز او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې او غذائي تحفظ څانګه د هېواد معيشت كښې د مهمي ستن درجه لري۔وزيراعظم ايګريكلچر روډ ميپ په اړه د صوبائي حكومتونو٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير حكومتونو سره د مشاورت عمل لا موثر جوړولو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل چې د چين څخه زرعي تحقيق په اړه تربيه ترلاسه كونكي سكالرز څخه پاكستاني زرعي څانګه كښې ريفارمز په اړه مشاورت او هغوي سره رابطې ساتلو هدايت هم كړې۔غونډې ته د كركيلې او غذائي تحفظ لپاره د پرائم منسټر سټريټجك روډ ميپ په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول چې ټولو وفاقي برخو كښې نېشنل فوډ اينډ ايګريكلچر سكيورټي كونسل جوړولې كېږي۔غونډې ته ووئيل شو چې پرائم منسټر سټريټجك روډ ميپ كښې 5 ستنې دي٬د دې روډ ميپ مقصد مستحكم او مسابقتي زرعي او غذائي نظام ترلاسه كول دي٬د دې روډ ميپ له مخې به د غذائي تحفظ اقدامات پورته كولې شي٬نجي څانګې به زرعي برآمدات زياتولو په اړه فعاله كولې شي٬واټر ګورننس او موسمياتي بدلونونو مقابله كونكو فصلونو ته به ترجيحي عام كولې شي او په دې اړه به تحقيق مربوط كولې شي۔د ايګري ګريجويټس –يوټيلائزېشن سكيم اجرا به كولې شي د كوم له مخې به چې زرعي تحقيق ته وده ترلاسه شي

مزید خبریں