اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د اعلٰیٰ پائې يوه غونډه وشوه چې پكښې د تركيې پلاوي ګډون وكړو۔د پلاوي مشري په پاكستان كښې د تركيې سفير عرفان نذير اوغلو كوله او د غونډې كوربتوب د پاكستان ايګريكلچرل ريسرچ كونسل(پي اے آر سي) چيئرمېن ډاكټر سيد مرتضٰی حسن اندرابي وكړه۔په غونډه كښې …
د پاكستان او تركيې ترمينځه لائيو سټاك په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو له د اعلٰی پائې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د اعلٰیٰ پائې يوه غونډه وشوه چې پكښې د تركيې پلاوي ګډون وكړو۔د پلاوي مشري په پاكستان كښې د تركيې سفير عرفان نذير اوغلو كوله او د غونډې كوربتوب د پاكستان ايګريكلچرل ريسرچ كونسل(پي اے آر سي) چيئرمېن ډاكټر سيد مرتضٰی حسن اندرابي وكړه۔په غونډه كښې د پاكستان لائيو سټاك سيكټر په جديد ډول روانولو٬د غوښې پراسيسنګ٬ځناورو صحت نظام قوي كولو او برآمدات ودې لپاره د پاكستان او تركيې ترمينحه په بيلو اړخونو تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تركيې پلاوي په كښې د لايو سټاك٬ جینیټکس٬د ځناورو رنځونو كنټرول٬ سرټیفیکیشن، لاجسټکس او کولډ چین څانګې پوهان شامل وو كوم به چې په پاكستان كښې لائيو سټاك مركزنو او سلاټر هائسز دوره كوي دغسې چې د اوسني نظام جاج اخستلو سره د دې څانګې ښه والي لپاره سفارشات مرتب كړې شي۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين غونډې ته وينا كښې ووئيل چې پاكستان كښې د لائيو سټاك څانګه د زرعي معيشت يو بنيادي ستن ده او د دې څانګي جديد جوړولو سره به نه يواځې د خوراك تحفظ ښه شي بلكه غوښې او نور لائيو سټاك مصنوعات برآمدات به زيات شي۔ده ووئيل چې پاكستان د تركيې تجربو او جديد ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كولو سره لائيو سټاك پیداوار٬غوښې پراسيسنګ او ويليو چين لا موثر او برآمدات لپاره موزو جوړول غواړي











