د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د انډونيزيا صدر پرابوو سوبیانتو سره ټېليفوني تماس٬د مينځني ختيز په بحران كښې په ډلو د تحمل څخه د كار اخستلو په حاجت زور راوړې شو

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)پاكستان او انډونېزيا مينځني ختيز كښې په زيات شوې بحران د تشويش څرګندونه كولو سره په ټولو ډلو د تحمل څخه د كار اخستلو په حاجت زور راوړې شوے او په ګډه د كار كولو ته سلا شوي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان وزيراعظم او انډونيزيا صدر پرابوو سوبیانتو سره ټيليفوني تماس نيولې۔دواړو …

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)پاكستان او انډونېزيا مينځني ختيز كښې په زيات شوې بحران د تشويش څرګندونه كولو سره په ټولو ډلو د تحمل څخه د كار اخستلو په حاجت زور راوړې شوے او په ګډه د كار كولو ته سلا شوي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان وزيراعظم او انډونيزيا صدر پرابوو سوبیانتو سره ټيليفوني تماس نيولې۔دواړو لارښودو د مينځني ختيز په بحران د تشويش څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په ايران د اسرائيلي بريدونو سره سره په نورو وروڼو خليجي هېوادونو د بريدونو غندنه وكړه۔ده د انډونېزيا صدر د بحران په لړ كښې د ټولو خليجي هېوادنو سره د پاكستان سفارتي رابطو هڅو نه خبر كړو۔دواړو لارښودو په ټولو ډلو د تحمل څخه د كار اخستلو په حاجت زور راوړو او په ګډه كار كولو ته سلا شوي دغسې ټولي چاري د تعميري خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل كولو لپاره مخلصانه او سنجيده اقداماتو زور راوړې شو۔ټيلفون كال په مهال وزيراعظم صدر پرابوو سوبیانتو افغانستان په اړه اوسني پېشرفت څخه هم خبر كړو۔دواړو لارښودو راتلونكو ورځو كښې نزدې رابطه كښې پاتې كېدو په اړه اتفاق كړې

مزید خبریں