اېس آئي ايف سي د بيلو وزارتونو او صوبو سره په ګډه د سټركچرنګ كار كړې٬اربونو روپۍ سرمايه كاري پاكستان ته راغلې دې۔ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې ايس آئي ايف سي د بيلو وزارتونو٬صوبو سره په ګډه سټركچرنګ كار كړې دې او اربونو روپو سرمايه كاري پاكستان ته راغلې ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ده ووئيل چې سرمايه كار كومو سره چې رابطه ده٬هغوي دا خبره په باور سره كوي چې پاكستان …

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې ايس آئي ايف سي د بيلو وزارتونو٬صوبو سره په ګډه سټركچرنګ كار كړې دې او اربونو روپو سرمايه كاري پاكستان ته راغلې ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ده ووئيل چې سرمايه كار كومو سره چې رابطه ده٬هغوي دا خبره په باور سره كوي چې پاكستان دا مهال د منطقې محفوظ هېواد دے٬د ايس آئي ايف سي د اقداماتو څخه نوره سرمايه كاري هم راغلې ده٬په دې اړه به تفصيلات ايوان ته وركړی شي۔اقبال آفريدي د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې ايس آئي ايف سي آسانۍ وركوي٬مونږ ذخيره اندوزي٬په بيعو كښې زياتوالي مخ نيوي لپاره هڅه كوو۔د وزيراعظم په هدايت اسلام آباد كښې 9 ارزان بازارونه كار كوي۔

مزید خبریں