وفاقي وزير علي پرويز ملك سره د نيدرلينډز سفير رابرټ جان وليدل

اسلام آباد05 مارچ (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئيلي دي چې حكومت په موجوده صورتحال مسلسل نظر ساتلے دے او په هنګامي منصوبه بندۍ كار كوي٬ دا مهال د ايندھن پانګې د اطمينان وړ دي٬ د تل پاتي توان تحفظ لپاره د دې محتاط استعمال ضروري دے۔ وفاقي وزير علي پروېز ملك دا خبره د نيدرلينډز سفير رابرټ جان سره وكړه چا چې دوي سره …

اسلام آباد05 مارچ (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئيلي دي چې حكومت په موجوده صورتحال مسلسل نظر ساتلے دے او په هنګامي منصوبه بندۍ كار كوي٬ دا مهال د ايندھن پانګې د اطمينان وړ دي٬ د تل پاتي توان تحفظ لپاره د دې محتاط استعمال ضروري دے۔ وفاقي وزير علي پروېز ملك دا خبره د نيدرلينډز سفير رابرټ جان سره وكړه چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د اينګرو ووپك ټرمينل لميټډ (اي وي ټي ايل) پلاوي هم موجود و۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د سفير او د ھغه د پلاوي هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال په صنعتي څانګو په خاص توګه د توان په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته دوه وركولو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں