د قطر وزيراعظم د ايران خارجه وزير سره ټيلي فوني تماس٬ په سمدستي توګه د بريدونو بندولو غوښتنه

دوحه 05 مارچ (اے پي پي) د قطر وزيراعظم شېخ محمد بن عبدالرحمٰن ايراني خارجه وزير عباس عراقچي سره د ټېلي فوني تماس د لارې په فوري توګه د بريدونو بندولو غوښتنه كړې ده۔ عرب نيوز د قطر خارجه وزارت حواله وركولو سره ويلي چې وزيراعظم شېخ محمد بن عبدالرحمن ايراني خارجه وزير سره ټېلېفوني خبرو كښې په ايران زور راوړو چې هغه دې په سمدستي توګه په قطر بريدونه …

دوحه 05 مارچ (اے پي پي) د قطر وزيراعظم شېخ محمد بن عبدالرحمٰن ايراني خارجه وزير عباس عراقچي سره د ټېلي فوني تماس د لارې په فوري توګه د بريدونو بندولو غوښتنه كړې ده۔ عرب نيوز د قطر خارجه وزارت حواله وركولو سره ويلي چې وزيراعظم شېخ محمد بن عبدالرحمن ايراني خارجه وزير سره ټېلېفوني خبرو كښې په ايران زور راوړو چې هغه دې په سمدستي توګه په قطر بريدونه بند كړي۔ شېخ محمد بن عبدالرحمٰن ووئيل ايران قطري وګړي او ښاريزې سيمې په نښه كړي دي۔ د دې په ځواب كښې د ايراني خارجه وزير وېنا وه چې د ايراني توغنديزو بريدونو هدف امريكائي مفادات وو او په دې كښې قطر په نښه كړے شوے نه دے

مزید خبریں