اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري واضحه كړې چې تر څو چې د افغانستان خاورې څخه د پاكستان په ضد د ترهګرۍ او دراندازۍ د خاتمې ضمانت نه وي راكرې شوې آپرشن "عضب للحق" به دوام دار وي٬ د كال 2022 نه پس افغان طالبان رجيم كښې 8 زره څخه زيات پاكستاني د ترهګرۍ په نښه شوي٬ ترلائي كښې امام …
تر څو چې د افغانستان زمكې څخه د پاكستان په ضد د ترهګرۍ او دراندازۍ خاتمې ضمانت نه وي راكړې آپرېشن “عضب للحق” به دوام دار وي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې

مزید خبریں
اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري واضحه كړې چې تر څو چې د افغانستان خاورې څخه د پاكستان په ضد د ترهګرۍ او دراندازۍ د خاتمې ضمانت نه وي راكرې شوې آپرشن “عضب للحق” به دوام دار وي٬ د كال 2022 نه پس افغان طالبان رجيم كښې 8 زره څخه زيات پاكستاني د ترهګرۍ په نښه شوي٬ ترلائي كښې امام بارګاه٬ بنو او باجوړ كښې د ترهګرو د سازشونه افغانستان څخه په ترلاسه كېدو هغوي ته د بشپړه ځواب وركولو پريكړه شوې۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل چې د منطقې په موجوده صورتحال هر يو اندېښنه لري٬ نن د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پارليماني مشرانو مهمه غونډه شوې چې پكښې د منطقې په موجوده صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل چې تاريخ ګواه دے چې پاكستان تل په منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې كړې دي٬ هند سره د ښه اړيكو د نشتوالي باوجود پاكستان كله هم د جارحيت پالېسي نه ده اختيار كړی٬ د ځانمرګي بريدونو٬ بمي چاودنو او د ترهګرۍ پېښو باوجود مونږ تل د امن خبره كړې كله هم چې په پاكستان جارحيت شوې نو د هغې بشپړه ځواب وركړی شوې دې٬ د مئي په لسمه نيټه په هندي جارحيت چې كوم ځواب هغوي ته وركړې شوې هغه په نړيواله كچه د ريكارډ برخه ده٬ په دې كښې وړومبې والې هم د هند لخوا شوې د كوم چې مونږ ځواب وركړې دې











