اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي سره ټېلي فوني رابطه كړې او د منطقې په بدلېدونكې وضعه ئې دوي سره د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو په خرابېدونكي صورتحال د ژور تشويش څرګندونه كولو سره د سيمه ايز امن او استحكام تحفظ لپاره په …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د مصر خارجه وزير سره ټېلي فوني تماس٬ د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي سره ټېلي فوني رابطه كړې او د منطقې په بدلېدونكې وضعه ئې دوي سره د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو په خرابېدونكي صورتحال د ژور تشويش څرګندونه كولو سره د سيمه ايز امن او استحكام تحفظ لپاره په تاٶ تريخوالي كښې كمې٬ د تحمل او بردبارۍ او د نړيوال قوانينو د پالنې په ضرورت زور راوړو۔ په دې موقع پاکستان او مصر د دوه اړخيزه مضبوطو اړيكو پخلي كولو سره دواړو مشرانو په نزدې رابطې كښې د پاتې كېدو او سيمه ايز امن او سلامتيا ته وده وركولو لپاره د ګټورو سفارتي هلو ځلو په ملاتړ كښې مشاورت جاري ساتلو له سلا وكړه











