وفاقي وزير احسن اقبال د چائنا انرجي انجينئرنګ كارپورېشن د پاكستان د نوې جوړ شوې ريجنل هيډكوارټر دوره

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د شورو په ورځ د چائنا انرجي انجينئرنګ كارپورېشن (سي اي اي سي) د پاكستان د نوې جوړ شوې ريجنل هيډكوارټر دوره كړې۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وزارت اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ د چائنا انرجي انجينئرنګ كارپورېشن منيجنګ ډائرېكتر وانګ هوائي هوا٬ سينئر ايډوائزر ډاكټر حسن داؤد بټ او نور اعلٰي …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د شورو په ورځ د چائنا انرجي انجينئرنګ كارپورېشن (سي اي اي سي) د پاكستان د نوې جوړ شوې ريجنل هيډكوارټر دوره كړې۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وزارت اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ د چائنا انرجي انجينئرنګ كارپورېشن منيجنګ ډائرېكتر وانګ هوائي هوا٬ سينئر ايډوائزر ډاكټر حسن داؤد بټ او نور اعلٰي نمائندګانو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ دا دوره د چين سپرنګ فيسټيول او لينټرن فيسټيول دستورو په موقع شوې۔ چائنه انرجي انجينئرنګ كوآپرېشن منيجنګ ډائرېكټر د بريفنګ په مهال د چين – پاكستان اقتصادي لاره كښې په كليدي كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل چې كمپني د سكهي كنارې هائيډرو پاور پراجيكټ بشپړتيا او په آزاد پتن هائيډرو پاور پراجيكټ د جاري كار پشمول ګڼ شمېر پروژو كښې ځانګړې كردار ادا كوي۔ ده ووئيل چې سي اي اي سي د سي پېك له مخې د بجلۍ پېدا كولو پروژو يوه لويه برخه بشپړ كړې ده كوم چې د پاكستان توان سلامتيا او پائيدار معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي۔ وانګ هوائي هوا په دې خبره هم زور راوړو چې سي اي اي سي پاكستان هيډكواټرز كوم چې په بشپړه توګه د كمپنۍ په سرمايه جوړ كړې شوې دې٬ د پاكستان په سباون د كمپنۍ د باور څرګندونه ده او ځايې شراكتداري او پرمختګ لپاره د دې د اوږدې مودې د عزم عكاسي كوي۔ د دورې په مهال د سي اي اي سي پاكستان ريجنل دفتر په رسمي توګه پرانسته وشوه كومې سره چې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كولو او د پاكستان د اوږدې مودې پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولو لپاره د عزم پخلې وكړې شو

مزید خبریں