پي ټي آئي او اپوزيشن ځينې ګوندونو قامي بريفنګ كښې ګډون نه كولو سره يو ځل بيا ثابت كړه چې د هغوي نزدې قامي مفادو نه زياته مهم خپل سياست او ذاتي ايجنډا ده۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې قامي سلامتيا او د منطقې د موجوده سنګين صورتحال له مخې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې يو اهم امنيتي بريفنګ شوې چې پكښې د هېواد دفاعي او امنيتي ادارو سياسي قيادت د منطقې د بدل شوي صورتحال٬ رامخې ته شوې خطرو او د پاكستان لائحې نه خبر كړې۔ …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې قامي سلامتيا او د منطقې د موجوده سنګين صورتحال له مخې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې يو اهم امنيتي بريفنګ شوې چې پكښې د هېواد دفاعي او امنيتي ادارو سياسي قيادت د منطقې د بدل شوي صورتحال٬ رامخې ته شوې خطرو او د پاكستان لائحې نه خبر كړې۔ ده دا خبره خپل ايكس بيان كښې كړې۔ ده ووئيل د بده مرغه پاكستان تحريك انصاف او د اپوزېشن ځينې ګوندونو په دې قامي بريفنګ كښې ګډون نه كولو سره يو ځل بيا ثابته كړې چې د هغوي نزد قامي مفادو نه زيات مهم خپل سياست او ذاتي ايجنډا ده او چې هېواد ته د اتحاد٬ سنجيدګۍ او ذمه دارۍ ضرورت دې نو اپوزېشن دغسې د مهم فورم څخه غېر حاضر پاتې كېدو سره غېر ذمه وارانه او افسوسناك طرز عمل اختيار كړې۔ ده ووئيل چې د قومي سلامتيا په معاملات د سياست نه بلكې د يو والي ضرورت وي۔په داسې نازك وخت كښې ټول قوم له په يو صف كښې پاتې كېدل پكار و٬خو اپوزېشن خپل غېر سنجيدګۍ څخه نه يوازې پارليماني روايت ته زيان رسولې بلكې اولس هم مايوسه كړي

مزید خبریں