اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) نويد کامران بلوچ د پاکستان د 9م وفاقي محتسب په توګه د چوكۍ سوګند پورته كړې٬ صدر مملکت آصف علي زرداري ده څخه سوګند اخستې۔ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو په دستوره كښې اعليٰ سرکاري چارواكو او نورو شخصياتو ګډون كړې٬ نويد کامران بلوچ به څلورو كالو لپاره په دې چوكۍ تعينات وي۔ د ايوان صدر …
نويد کامران بلوچ د پاکستان 9م وفاقي محتسب په توګه د چوكۍ سوګند پورته كړو٬ صدر مملکت آصف علي زرداري ده څخه سوګند واخست

مزید خبریں
اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) نويد کامران بلوچ د پاکستان د 9م وفاقي محتسب په توګه د چوكۍ سوګند پورته كړې٬ صدر مملکت آصف علي زرداري ده څخه سوګند اخستې۔ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو په دستوره كښې اعليٰ سرکاري چارواكو او نورو شخصياتو ګډون كړې٬ نويد کامران بلوچ به څلورو كالو لپاره په دې چوكۍ تعينات وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې نويد کامران بلوچ پراخه انتظامي تجربه لري او په بېلو اعلٰې انتظامي چوكۍ ئې خدمات ترسره كړي دي٬ د دې نه وړاندې د خېبر پښتونخوا چيف سيکرټري، وفاقي سيکرټري او د سندھ وزير اعليٰ پرنسپل سيکرټري پشمول په كليدي انتظامي چوكو پاتې شوې٬ د سوګند پورته كولو نه پس وفاقي محتسب صدر مملکت سره ملاقات وكړو۔ صدر مملکت په دې موقع وفاقي محتسب ته امر وكړو چې وګړو ته د انصاف په رسنه كښې بهتري٬ د مقدمو زر او موثره پرېكړې باوري كول او په وفاقي ادارو كښې د شكايتونو په وخت ازالې لپاره نظام لا قوي كولو ته دې ترجيح وركړئ شي











