د امام علي خامنه اي شهادت لويه پېښه او الميه ده٬ مونږ له به د بردبارۍ څرګندونه كولو سره خپلې پاليسۍ مخ په وړاندې بوتلل وي۔ فاروق ستار

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلي كښې په ايران د امريکې او اسرائيل يرغل په ضد په دوېمه ورځ هم بحث روان و په دې موقع د اېم کيو اېم پاکستان ډاکټر فاروق ستار ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم و خارجه وزير نن په ان كېمره سېشن كښې قامي مشران د صورتحال نه خبر كړي۔ ده ووئيل مونږ د تاريخ په اهم موړ …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلي كښې په ايران د امريکې او اسرائيل يرغل په ضد په دوېمه ورځ هم بحث روان و په دې موقع د اېم کيو اېم پاکستان ډاکټر فاروق ستار ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم و خارجه وزير نن په ان كېمره سېشن كښې قامي مشران د صورتحال نه خبر كړي۔ ده ووئيل مونږ د تاريخ په اهم موړ ولاړ يو٬ مونږ د معاشي استحكام او پرمختګ سفر اوس پېل كړے دے٬ تېر كال په معركه حق كښې كاميابو زمونږ سر په وياړ هسك كړې٬ مونږ له به احتياط سره كار كول وي۔ ده ووئيل چې اسرائيل د پراختيا پسندۍ كارروائۍ كولو سره په ايران بريد كړے دے٫ د امام علي خامنه اي شهادت لويه پېښه او الميه ده٬ مونږ له به د بردبارۍ څرګندونه كولو سره خپلې پاليسۍ مخ په وړاندې بوتلل وي۔

مزید خبریں