اسلام آباد۔4مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د هندوانو د مذهبي اختر "هولي" په مناسبت هندو ټولنې له مبارکي ورکولو سره ویلي دا اختر د پاکستان د کلتوري تنوع څرګندونه او د ټولنیزې همغږۍ عكاسي كوي۔ هندو ورورولي زمونږ د ټولنې یوه ارزښتناکه برخه ده كومه چې په ټولنیزې همغږۍ، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ او سوله ایز ګډ ژوند کښې مثبت رول لوبوي.د دې خيالاتو څرګندونه ده د …
د وزيراعظم د هولي په موقع هندو ورورولۍ له مباركي ٬ دا اختر د پاکستان د کلتوري تنوع څرګندونه او د ټولنیزې همغږۍ عكاسي كوي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د هندوانو د مذهبي اختر “هولي” په مناسبت هندو ټولنې له مبارکي ورکولو سره ویلي دا اختر د پاکستان د کلتوري تنوع څرګندونه او د ټولنیزې همغږۍ عكاسي كوي۔ هندو ورورولي زمونږ د ټولنې یوه ارزښتناکه برخه ده كومه چې په ټولنیزې همغږۍ، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ او سوله ایز ګډ ژوند کښې مثبت رول لوبوي.د دې خيالاتو څرګندونه ده د هولي اختر په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا د خپور شوي بيان له مخې وزيراعظم وويل نن د شورو په ورځ زه د هندوانو د مذهبي اختر هولي په موقع هندو ورورولۍ له د نېكو هيلو څرګندونه كوم۔ ده ووئيل هندو ورورولي زمونږ د ټولنې یوه ارزښتناکه برخه ده كومه چې په ټولنیزې همغږۍ، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ او سوله ایز ګډ ژوند کښې مثبت رول لوبوي. ده وويل د پاكستان حكومت د ټولو اقليتونو د آئيني حقونو محافظ دے٬ په دې لړ كښې په حكومتي اقداماتو كښې د بېن المذاهب هم آهنګي پاليسي (2025) او مذهبي روادارۍ تګلارې (2025) منظوري د ذكر وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په ننۍ ورځ د دې قومي عزم پخلے وكړو چې مونږ به د روادارۍ ٬ خواخوږۍ او يووالي اقدارو سره امن ٬ ګډ او سوكاله سباؤن لپاره په ګډه هڅې روانې ساتو۔











