د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر راغب حسين نعيمي د ايران سفير رضا اميري مقدم سره ملاقات٬ د سپريم لارښود علي خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر راغب حسين نعيمي د ايران سفير رضا اميري مقدم سره ملاقات كړې او په دې موقع ئې د اهل تشيع مشر علي خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د ايران سفارت د دورې په مهال ده د ايران سفير سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل چې د ايران په …

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر راغب حسين نعيمي د ايران سفير رضا اميري مقدم سره ملاقات كړې او په دې موقع ئې د اهل تشيع مشر علي خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د ايران سفارت د دورې په مهال ده د ايران سفير سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل چې د ايران په سالميت بريد ټولې اسلامي نړۍ لپاره د فكر لمحه ده۔ ده ووئيل چې رهبر اعظم تل د اسلامي وحدت درس وركړې او د ټولې نړۍ د مظلوم مسلمانانو په خاص توګه د فلسطين او غزه اعانت ئې كړې ٶ٬ تل ئې د پاكستان د امن او استحكام خواهش لرلې٬ په ايران د اسرائيل او امريكې د ترهګرۍ او بربريت سخته غندنه كوو٬ په داسې موقع ټولې اسلامي هېوادونو مشاورت او سمدستي وحدت ته اړتيا ده۔

مزید خبریں