تعليم بنيادي حق دے٬ كوم هم ماشوم به د تعليم څخه نه محرومېږي۔ وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د وفاقي تعليم او وظيفائي چارو وزارت د نهې په ورځ اسلام آباد كښې "نو چائلډ ليفټ بیهائنډ" كمپائن په باقاعده توګه پېل كړی۔ دا كمپائن د يونين كونسل په كچه كارپټ كوريج حكومت عملۍ له مخې پېل كړې شوې دې د كوم مقصد چې تر تعليم ګڼ اړخيزه رسنه باوري كول دي۔ د وفاقي تعليم او وظيفائي چارو وزارت لخوا جاري شوي …

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د وفاقي تعليم او وظيفائي چارو وزارت د نهې په ورځ اسلام آباد كښې “نو چائلډ ليفټ بیهائنډ” كمپائن په باقاعده توګه پېل كړی۔ دا كمپائن د يونين كونسل په كچه كارپټ كوريج حكومت عملۍ له مخې پېل كړې شوې دې د كوم مقصد چې تر تعليم ګڼ اړخيزه رسنه باوري كول دي۔ د وفاقي تعليم او وظيفائي چارو وزارت لخوا جاري شوي خبرپاڼې له مخې د پرانستې دستوره آئي ايم سي بي جايه ټيلي٬ اسلام آباد كښې شوې۔ د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي په دستوره كښې د خاص مېلما په توګه ګډون كړی۔ په دې موقع د وزارت سينئر افسرانو٬ شراكتدارو٬ نمائندګانو او د پرمختيائي شراكتدارو پشمول د جائيكا او كميونټي شراكتدار هم موجود وو۔ دستورې ته د وېنا په مهال وفاقي وزير د آئين آرټيكل 25-اے له مخې د تعليم بنيادي حق په اړه د حكومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې تعليم د هر ماشوم بنيادي حق دے۔ ده ووئيل چې د يونين كونسل په كچه كارپټ كوريج ماډل له مخې به يو كور نظرانداز كيږي نه او يو ماشوم به د تعليم څخه نه محروميږي۔ په دې موقع سيكرټري نديم محبوب هم خبرې وكړې۔

مزید خبریں