اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ په غونده كښې په ايران د بريدونو په سختو ټكو غندنه شوې او دا ئې غېر محفوظ او ناقابل جواز کارروائۍ ګرځولې ده چې په نيتجه كښې ئې وګړو ته لوي زيان رسېدلے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د منطقې او مېنځني ختيز په صورتحال بحث كښې برخه اخستو سره د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) …
د اسرائيل او امريكې د اقداماتو غندنه كوٶ٬ دا د نړيوالو قوانينو او بشري حقونو خلاف ورزي ده۔ سيد علي ظفر

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ په غونده كښې په ايران د بريدونو په سختو ټكو غندنه شوې او دا ئې غېر محفوظ او ناقابل جواز کارروائۍ ګرځولې ده چې په نيتجه كښې ئې وګړو ته لوي زيان رسېدلے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د منطقې او مېنځني ختيز په صورتحال بحث كښې برخه اخستو سره د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) پارلماني مشر سيد علي ظفر د اسرائيل او امريكې د اقداماتو غندنه كوٶ او دا د نړيوالو قوانينو او بشري حقونو خلاف ورزي ګرځوو۔ ده ووئيل چې دوي د ايران مشران په نښه كړي او د بې ګناه وګرو په ضد ئې د فرق نه غېر د بمباري كړي۔ ده ووېيل دا بريدونه په منطقه كښې تاٶ تريخوالې زياتوي او استحکام لپاره هم سخت خطر دے٬ دا بريدونه په انسانيت نېغ په نېغه بريد دے او مونږ د قام لخوا د دې ظلمونو په ضد غږ پورته كوٶ











