د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د ریپریزنټیټو یو این ویمن پاکستان ډپټي كنټري فهميده اقبال سره ملاقات

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وزيراعظم آفس كښې د ریپریزنټیټو یو این ویمن پاکستان ډپټي كنټري فهميده اقبال سره ملاقات كړې۔ په ملاقات كښې د ميرمنو معاشي٬ ډيجيټل او د قيادتي صلاحيتونو ودې لپاره د شريكې مرستې د بيلو اړخونو په اړه خبرې اترې وشوې۔ د ملاقات په مهال په دې خبره سلا وشوه چې د پرائم منسټرز يوتھ پروګرام فور …

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وزيراعظم آفس كښې د ریپریزنټیټو یو این ویمن پاکستان ډپټي كنټري فهميده اقبال سره ملاقات كړې۔ په ملاقات كښې د ميرمنو معاشي٬ ډيجيټل او د قيادتي صلاحيتونو ودې لپاره د شريكې مرستې د بيلو اړخونو په اړه خبرې اترې وشوې۔ د ملاقات په مهال په دې خبره سلا وشوه چې د پرائم منسټرز يوتھ پروګرام فور ايز فريم ورك تعليم٬ روزګار٬ شموليت او ماحوليات او د يو اين ويمن صنفي مساوات مشن كښې ښكاره همغږي موجود ده۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين په دې خبره زور راوړو چې حكومت انجونه د پاكستان جامع او د تل پاتې پرمختګ مركز كښې د شاملولو عزم لري۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم يوتھ پروكرام اقدامات د نېشنل يوتھ ايمپلائمنټ پالېسي (اېن وائي اي پي) له مخې روان دے د كوم مقصد چې تعليم نه تر روزګار موثر منتقلي٬ هنرمندۍ ته وده٬ كاروباري موقعې او جامع ليبر ماركيټ ته وده وركول دي۔ فهميده اقبال د وزيراعظم يوتھ پروګرام هڅو ستائنه كولو سره د انجونو پروګرامز كښې صنفي شموليت ته د مركزي حېثيت وركولو په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دې د يو اين ويمن پاكستان له مخې په روانو اقداماتو رڼا اچولو سره د سباؤن په بيلو پروژو كښې مرستې زياتولو كښې د دلچسپۍ څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په پائې كښې د دې عزم پخلې وكړې شو چې په انجونو سرمايه كاري د پاكستان تل پاتې او جامع پرمختګ لپاره مهم ده او دواړه ادارې به د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره نزدې مرسته جاري ساتي

مزید خبریں