د رانا ثناﺀ الله په مشرۍ كښې حكومتي پلاوې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچكزئي او سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر علامه راجه ناصر عباس سره ملاقات كړې۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 03 مارچ(اے پی پی) د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله په مشرۍ كښې حكومتي پلاوي په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچكزئي او سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر علامه راجه ناصر عباس سره د اپوزيشن ليډر په چيمبر كښې ملاقات كړې۔ دا خبره د نهې په ورځ د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري خپل ايكس بيان كښې كړی۔ ده ووئيل …

اسلام آباد 03 مارچ(اے پی پی) د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله په مشرۍ كښې حكومتي پلاوي په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچكزئي او سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر علامه راجه ناصر عباس سره د اپوزيشن ليډر په چيمبر كښې ملاقات كړې۔ دا خبره د نهې په ورځ د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري خپل ايكس بيان كښې كړی۔ ده ووئيل چې د اپوزېشن لارښودو سره په ملاقات كښې د منطقې په مجموعي صورتحال د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په كېدونكي بريفنګ كښې د اپوزېشن لارښودو ته د شموليت بلنه وركړې٬ په دې دواړو شخصياتو خپل ګوند سره مشاورت لپاره وخت وغوښتلو او وې وئېل چې د پريكړې كولو په صورت كښې به ډېر زر خبر كړو۔ په دې موقع د حكومتي پلاوي ووئيل چې موجوده صورتحال كښې به مونږ له د سياسي تړونه نه پرته فكر كول وي او ټول اختلافات به يو خوا ته كېښودلو سره د هېواد سلامتيا لپاره د يووالي څرګندونه كول وي

مزید خبریں