حكومت ايران او نورو خليجي هېوادونو كښې ګير شويو پاكستانيانو ته آسانۍ او مرستې لپاره جامع اقدامات كړې دي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ميډيا ته بريفنګ

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) ننائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي حكومت ايران او نورو خليجي هېوادونو كښې د ګير شوې پاكستانيانو سهولت او مرستې لپاره كوټلې اقدامات كړي٬ پاكستان د بيلو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو او سفارتكارو سره په تماس كښې دے٬ غواړو چې خليجي هېوادونه سفارتكارۍ پلو لاړ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خارجه دفتر كښې د نهې په ورځ …

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) ننائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي حكومت ايران او نورو خليجي هېوادونو كښې د ګير شوې پاكستانيانو سهولت او مرستې لپاره كوټلې اقدامات كړي٬ پاكستان د بيلو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو او سفارتكارو سره په تماس كښې دے٬ غواړو چې خليجي هېوادونه سفارتكارۍ پلو لاړ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خارجه دفتر كښې د نهې په ورځ د مينځني ختيز په موجوده صورتحال په خاص توګه خليجي هېوادونو كښې د ګير شوې پاكستانيانو په مسئله ميډيا سره خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل چې ايران د پاكستان ګاونډې هېواد دے٬ كه چرې صورتحال نازك شي نو د دې اثر به په مونږ هم پرېوځي٬ چين هم غواړي چې په منطقه كښې امن بحال شي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي چې د بيرته راتلونكو پاكستانيانانو مرستې لپاره خاص سهولت ډيسك جوړ كړې شوې٬ خارجه وزارت كرائسز منيجمنټ يونټ 24 ساعت فعاله دے او د دې د رابطو نمبرز په سركاري ايكس هينډل موجود دي۔ ده ووئيل چې د ايران ښارونو تهران٬ زاهدان او مشهد كښې درې سهولت مركزونه جوړ كړې شوي دي دغسې چې د پاكستانيانو لارښودنه او مرسته وكړی شي۔ ده ووئيل چې ګير شوې پاكستانيانو هر ممكنه مرستې لپاره پاكستان بيلو هېوادونو خارجه وزيرانو او اعلٰی چارواكو سره رابطه كښې دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې ابوظهبي كښې د پاكستان سفارتخانه او جده و دبئي كښې قونصل خانے د پاكستاني وګړو فعاله مرسته كوي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د بحرين٬ اومان٬ كويت٬ سعودي عرب٬ قطر٬ ايران او آذربائيجان پاكستاني ورورولۍ سره په مرسته مننه وكړه۔ ده ووئيل چې تراوسه 792 پاكستاني ايران څخه بيرته راغلې دي او تقريبا 33 زره پاكستاني دا مهال هلته مېشته دي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل چې د پاكستان پشمول د ځينې هېوادونو وګړي په ايران او ځينې خليجي رياستونو كښې ګير شوي دي ځكه چې د اومان او سعودي عرب نه علاوه فضائي حدود بند دي خو زمكيزې لارې پرانستې دي كوم چې وخت غواړي خو يو شمېر هېوادونه د دې د لارې انخلا كوي۔ ده ووئيل چې د عراق فضائي حدود هم بند دي ځكه په عراق كښې د موجود پاكستاني زائرين هم مرسته كيږي۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې ابوظهبي كښې د ميزائل رالوېدو څخه يو پاكستانې وګړی شهيد شوے دے۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل چې ايران او خليجي هېوادونو كښې صورتحال خراب دے٬ پاكستان غواړي چې خليجي هېوادونه سفارتكارۍ پلو لاړ شي٬ ايران او د خليجي هېوادونو فضائي روټس بند دي٬ د پاكستان پشمول د ځينې هېوادونو وګړي ايران او خليجي هېوادونو كښې ګير شوي دي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل چې خليجي هېوادونو كښې تقريبا 45 لكه پاكستانيان موجود دي۔ ده ووئيل چې د بيلو هېوادونه زمكيزې لارې كارولې كېږي٬ ابوظهبي كښې سفارتخانه او جده او دبئي كښې قونصل خانے فعاله دي٬ په ايران كښې 3 سينټرز تهران٬ زاهدان او مشهد كښې فعاله دي٬ د خاص سهولت ډسك مقصد د پاكستانيانو مرسته ده٬ 300 نزدې ايراني هم پاكستان ته راغلې دي۔ ده ووئيل چې د باكو څخه پروازونه فعاله دي٬ ايران څخه 64 پاكستاني آذربائيجان ته رسېدلې٬ د پاكستانيانو انخلاء كښې په مرسته د آذربائيجان د حكومت مننه كوو۔ ده ووئيل چې پاكستان په داخلے خپل وګړو مرسته باوري كوي

مزید خبریں