د وزيراعظم په مشرۍ كښې کیش لیس اکانومی ته د ودې وركولو په اړه غونډه ٬ د ډیجیټل ادائیګو نظام هدفونه په ټاكلې موده كښې د ترلاسه كولو هدايت

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د ډيجيټل ادائيګو نظام هدفونه په ټاكلي موده كښې ترلاسه كول باوري كولو هدايت كړے دے۔ د وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د کېش لېس اکانومی ودې په اړه د جاج اغستو غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اورنګزیب، احد خان چیمه، عطاء تارړ، شزہ فاطمه خواجه، علی …

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د ډيجيټل ادائيګو نظام هدفونه په ټاكلي موده كښې ترلاسه كول باوري كولو هدايت كړے دے۔ د وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د کېش لېس اکانومی ودې په اړه د جاج اغستو غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اورنګزیب، احد خان چیمه، عطاء تارړ، شزہ فاطمه خواجه، علی پروېز ملک، وزیرِ مملکت بلال اظهر کیانی، ګورنر سټېټ بنک جمیل احمد، صوبائی چیف سېکرټریز او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د وفاقي او صوبائي حكومتونو لخوا د تنخاګانو ، پنشنز او وېنډرز ادائیګۍ د راست ډیجیټل ادائیګۍ نظام ته په منتقل كولو د معاشي ډلې او سټېټ بنك او جولائی 2025 څخه تر جنوری 2026 د وفاقی او صوبائی حکومتونو لخوا د راست د لارې د 1.6 ټریلین ادائيګو په كولو يۍ د خزانې وزارت ډلې كاركردګي وستائله۔ ده د وزیرِ اعظم رمضان ریلیف پېکیج لاندې تر دې دمه 71 فیصد مستحق وګړو ته د مرستې رقوم په رسولو د بی آئی اېس پی د ډلې ستائنه هم وكړه۔ وزیرِ اعظم د ډيجيټل ادائيګو نظام هدفونه په ټاكلې موده كښې د ترلاسه كول هدايت وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې ډیجیټل بېنکنګ څخه د استفاده كوونكو وګړو شمېره 127 ملین څخه زياته شوې ده۔ غونډې ته د ډیجیټل ادائېګ اېکوسسټم حوالې سره په ډېش بورډ هم بريفنګ وركړے شو۔

مزید خبریں