اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان د زړه له كومي ايران سره ولاړ دے ٬ د هېواد دننه دې معاملې له غلط رنګ وركول مناسب نه دي٬ فريقېن د مذاكراتو مېز ته راوستلو له پاكستان پرله پسې هڅې كوي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې خپلو څرګندونو كښې ده ووئيل په 28 فروری پاکستان په ايران د بريد په …
پاكستان ايران سره ولاړ دے ٬ د مذاكراتو د لارې شخړې حل كولو له هڅې روانې دي: نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان د زړه له كومي ايران سره ولاړ دے ٬ د هېواد دننه دې معاملې له غلط رنګ وركول مناسب نه دي٬ فريقېن د مذاكراتو مېز ته راوستلو له پاكستان پرله پسې هڅې كوي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې خپلو څرګندونو كښې ده ووئيل په 28 فروری پاکستان په ايران د بريد په صورتحال خپل لومړے غبرګون وښودلو او د آيت اے علي خامنه ای په شهادت وزيراعظم شهباز شريف د مارچ په اولنۍ نېټه د غمرازۍ بيان جاري كړو۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان په هر يو فورم دا دريځ خپل كړے چې دا مسئله دې د نړيوالو قوانينو او مذاكراتو دلارې حل كړې شي۔ اسحاق ډار زياته كړه چې په تېرو درې ورځو كښې يو شمېر هېوادونو سره تماس ونيولې شو او د عمان خارجه وزير سره هم خبرې وشوې په كومو كښې چې هيله څرګنده شوه چې د مذاكراتو دلارې مسئله حل كېدې شي۔ ده ووئيل په جون كښې هم په ايران بريد شوے و او دغه وخه هم پاكستان تركيه ٬ سعودي عربستان ٬٬ متحده عرب امارات ٬ قطر او د اروپائي ائتلاف په شمول يو شمېر هېوادونو سره تماس نيولے و دغسې چې مسئله حل كړې شي۔ ده ووئيل ايران د پاكستان ورور او ګاونډي اسلامي هېواد دے او پاكستان خپله ذمه واري ترسره كوي او بيا به يۍ هم ترسره كوي۔ ده ووئيل ايران په خپله دا خبره په ډاګه كړې وه چې هغه به جوهري وسله نه جوړوي او ټولې مسئلې به د خبرو اترو او سفارتكارۍ دلارې حل كولې شي۔ د پاکستان د ثالثۍ په پېشكش د ايران غبرګون مثبت پاتے شو۔ اسحاق ډار ووئيل د امريكا او اسرائيل لخوا په ايران د بريد او د ايران لخوا په خلېجي هېوادونو بريدونو څخه وروستو په رامخې ته شوي صورتحال پاكستان ښكاره پالېسي خپله كړې۔ پاکستان د جوهري توان په سرلييز ډول د كارولو حق كښې د ايران ملاتړ وكړو او په نړۍ كښې يۍ د يوازيني هېواد كېدو درناوې ترلاسه كړو كوم چې په ايران د بريد ښكاره غندنه وكړه۔ ده ووئيل 12 كاله پس د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په متفقه توګه قرارداد پاس شوے په كوم كښې چې ايران څخه د بندېزونو لرې كولو ووئيلې شوو۔ ده ووئيل پاكستان په 28 فرورۍ د سکیورټی کونسل بېړنۍ غونډه راوبلله او په ايران ترسره شوې بريد يۍ وغندلو۔ ده په ډاګه كړه چې حكومت په منطقه كښې استحكام په ځايې ساتلو او شخړې د سفارتكارۍ د لارې حل كولو هڅو كښې مصروف دے۔











