اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) د فدرالي پلازمينې اسلام آباد په فيصل مسجد كښې "ملي محفل شبينه" د روژې مباركې مياشتې 21 مې نېټې څخه پېل کیږي۔ د مذهبي چارو وزارت ویاند عمر بټ له "اے پي پي" سره ځانګړې مرکه کښې ویلي په دې 7 ورځني محفل کښې ټول هیواد څخه له سختې سیالۍ وروسته غوره كړې شوي 14 قاریان صاحبان به د قرآن كريم اورولو درناوې ترلاسه كوي۔په …
د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې 21 څخه تر 27 رمضان قومي محفل شبينه په شاه فيصل مسجد اسلام آباد كښې كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) د فدرالي پلازمينې اسلام آباد په فيصل مسجد كښې “ملي محفل شبينه” د روژې مباركې مياشتې 21 مې نېټې څخه پېل کیږي۔ د مذهبي چارو وزارت ویاند عمر بټ له “اے پي پي” سره ځانګړې مرکه کښې ویلي په دې 7 ورځني محفل کښې ټول هیواد څخه له سختې سیالۍ وروسته غوره كړې شوي 14 قاریان صاحبان به د قرآن كريم اورولو درناوې ترلاسه كوي۔په دې كښې محفل كښې به د وفاقی وزیر سردار یوسف او وفاقی سېکرټری ډاکټر ساجد محمود چوهان په شمول مهم شخصيات ګډون كوي۔ په دې كښې به د روزانه په بنياد څلور سپيارې اورولې شي۔ په 27 مې رمضان د قرآن بشپړ كېدو په موقع به خصوصي دعا كولې شي۔ ده ووئيل د دې محفل شبينه خاص خبره هغه 14 نوموړي قاريان صاحبان دي كومه چې د ګلګت بلتستان او آزاد جموں وكشمير په شمول څلورو واړو صوبو څخه له يوې سختې سيالۍ وروستو غوره كړې شوي دي۔ پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو محفل شبينه لپاره فول پروف سكيورټي پلان ترتيب كړې دې دغسې چې د محفل تقدس او د ګډون كوونكو تحفظ باوري كړې شي۔











