اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري جنګ آخري حل ګرځولو سره په هند زور راوړو چې د جنګي ميدانونو څخه معنیٰ لرونكو خبرو اترو پلو دې راشي٬كه داسې ونه شوه نو د يو لوئې ماتې لپاره دې چمتو شي٬صدر مملكت خبردارې وركړو چې پاكستان وړاندې څخه هند او افغانستان ته خپل صلاحيتونه ښودلي٬د نوې پارليماني كال په پېل د خپلواكۍ تحفظ٬د ترهه ګرۍ خاتمه او …
هند دې د جنګي ميدانونو څخه معنیٰ لرونكو خبرو اترو پلو راشي٬كه داسې ونه شوه نو د يو لوئې ماتې لپاره دې چمتو شي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د پارليمان شريكې غونډې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري جنګ آخري حل ګرځولو سره په هند زور راوړو چې د جنګي ميدانونو څخه معنیٰ لرونكو خبرو اترو پلو دې راشي٬كه داسې ونه شوه نو د يو لوئې ماتې لپاره دې چمتو شي٬صدر مملكت خبردارې وركړو چې پاكستان وړاندې څخه هند او افغانستان ته خپل صلاحيتونه ښودلي٬د نوې پارليماني كال په پېل د خپلواكۍ تحفظ٬د ترهه ګرۍ خاتمه او معاشي استحكام لا زياتول بايد زمونږ قومي ترجيحات وي۔د ګل په ورځ د پارليماني كال په پېل د پارليمان شريكې غونډې ته په خپله وينا كښې صدر مملكت واضحه كړه چې څوك دې هم په غلط فهمۍ كښې نه وسيږي٬مونږ په بشپړه ډول چمتو يو٬زما د هغوي لپاره دا پیغام دے چې د جنګي ميدانونو څخه راوتلو سره دې معنیٰ لرونكې خبرو اترو پلو راشي ځكه چې د سيمه ايزې سلامتيا دا يواځنۍ لار ده٬بايد هند زمونږ خبره په ښه ډول واوري٬پاكستان به د جمو او كشمير اولس جائز مقصد بشپړه سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شريكه مشرۍ كښې په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف د قامي اسمبلۍ او سينيټ غړو ګډون كولو دغسې په ګيلرو كښې صوبائي ګورنران او اعلٰی وزيران او سفارتكار هم موجود وو۔صدر مملكت د نوې پارليماني كال په پېل په نهم ځل د پارليمان شريكې غونډې ته خطاب كولو۔د كشمير او فلسطين په مسئلو٬خليجي سيمو كښې د روان تاؤ تريخوالي٬معركه حق او غضب للحق آپريشنز٬د هند د اړخه سندھ تاس لوظ نامې خلاف ورزي٬معيشت٬صوبائي خپلواكي او د غريبۍ پشمول په قومي٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔صدر مملكت ووئيل تر څو چې كشميريان د هند د ناجائز قبضې څخه آزاد شوې نه وي تر هغه وخت په سوئېلي آسيا كښې څوك هم آزاد او محفوظ نشي كېدې۔صدر مملكت په ايران د مسلط كړې شوې جنګ غندنې كولو سره د ايران د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا حمايت پخلې وكړو۔ده د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔صدر مملكت په متحده عرب امارات٬بحرين٬اردن٬كويت٬قطر او په سعودي عرب د بريدونو هم غندنه وكړه او منطقه د لويې بحران څخه بچ كولو لپاره مذاكراتي حل خپلولو امن او د تحمل لارې په خپلولو يې زور راوړو۔صدر مملكت ووئيل څومره زر چې په منطقه كښې استحكام بيرته راشي دومره زر به نړۍ د ژوندونونو او مجروح باور بحالۍ كار پلو راستنه شي٬ده د زيات تحمل په اختيارولو٬نړيوال قانون پاسدارۍ او د وروڼو هېوادونو سيمه ايزې سلامتيا د احترام كولو په حاجت زور راوړو۔د معركه حق ذكر كولو سره صدر مملكت ووئيل پاكستان په وړومبو كښې د هند د اړخه د خپلې خپلواكۍ د خلاف ورزۍ باوجود د تحمل څرګندونه كړې خو د دې نه پس وسله والو ځواكونو غېر معمولي پيشه وره پوهې او د نظم و ضبط مظاهره كولو سره د هند بريد په يو تاريخي تذويراتي فتح كښې بدل كړو دغسې د 26 فرورۍ په شپه د افغان طالبانو حكومت د اړخه د بريدونو په ځواب كښې وسله والو ځواكونو د پريكړې وړ كاروائي كړې۔صدر مملكت ووئيل سياسي قيادت يو موټې و او اولس ثابت قدم و۔د پاك پوځ٬فضائيه٬بحريه او انټيلي جنس ادارو پشمول د امنيتي ځواكونو مننه كوو۔صدر مملكت ووئيل كله چې د شهيدو عسكرو كورنيو سره ملاقات كوم نو هغه درد محسوسوم كوم چې ماته د خپلې كور ودانې شهيدې بينظيربهټو د شهادت په وخت رسېدلې و۔د معركه حق په اړه صدر مملكت ووئيل دا يوازې پوځي كاميابي نه وه٬دا د بحران په وخت زمونږ د قومي عزم څرګندونه وه٬مونږ د هندي جارحيت په مړانه مقابله كړی او په عسكري او سفارتي دواړو ډګرو كامياب شوې يو۔د هند لارښودو د اړخه د يو بل جنګ تيارۍ په بيانونو په غبرګون كښې صدر مملكت ووئيل چې كوم هم جارحيت وكړې شو نو ماتې له دې چمتو شي۔پاكستان يو ذمه واره جمهوري رياست دے او كله چې هم حاجت پېښ شو نو خپله دفاع كول پيژنو٬د عضب للحق آپرېشن په اړه صدر مملكت ووئيل پاكستان د افغانستان څخه د ترهه ګرۍ په ردعمل كښې د پوځي كاروائۍ څخه بچ كېدو لپاره هر ممكنه سفارتي لاره اختيار كړې٬زمونږ لپاره جنګ آخري آپشن وي كوم هم رياست په خپله خاوره پرله پسې بريدونه زغملې نه شي٬مونږ هند او افغانستان دواړو ته خپل صلاحيتونه ښودلې٬صدر مملكت ووئيل د پاكستان خاوره مقدس ده٬مونږ د كوم هم داخلي يا خارجي فريق له د ګاونډي سيمې د خپلې سلامتيا عدم استحكام ښكار كولو لپاره اجازه نشو وركولې٬پاكستان او ملګرو هېوادونو سفارتي هڅو باوجود افغان طالبانو حكومت په دوحه كښې د شوې لوظونو په ضد القاعده٬ټي ټي پي او بي ايل اے پشمول ترهه ګرو ډلو له پټن ځايونه وركړي٬صدر مملكت ووئيل هغوي له پكار وه چې د ترهه ګرو ډلو ختمولو لپاره يې پريكړه كړې وې٬پاكستان عمر له افغان اولس خپل ګڼلې او چرې هم د خبرو اترو څخه په شاه شوې نه يو٬د پاك امريكې اړيكو په اړه صدر مملكت د پاكستان هند اوسني تاؤ تريخوالي كمولو كښې د دواړو هېوادونو هڅې ستائېلو سره ووئيل چې د تېر كال په مهال پاكستان او امريكې د ستراتېژېكي مرستې٬سرمايه كارۍ او اقتصادي شراكتدارۍ نوې دروازے پرانستلې او راروان كال به د نتيجې وړ ثابت شي۔صدر مملكت ووئيل د چين سره په ټولو څانګو كښې اړيكې لا قوي شوې او سي پیك 2.0 به د پاكستان په بنيادي ډهانچه كښې انقلاب راولي۔ده د معركه حق په مهال د پاكستان سره په يو والي د چين او شريكې سلامتيا او رابطه كارۍ مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو كښې د صدر شي جن پنګ مننه وكړه۔خليجي هېوادونو آذربائيجان او تركيې سره اړيكې ستائېلو سره صدر مملكت ووئيل چې د پاكستان سعودي ستراتېژكي شريكه دفاعي معاهده به په سيمه كښې يو نوې كاميابي ثابت شي۔د فلسطينيانو د مشكلاتو او د غزه تباهي رامخې ته كولو سره صدر مملكت د 1967 څخه وړاندې پولو او د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي٬د آزاد او غېر منقسم فلسطيني رياست جوړولو د پاكستان د غېر متزلزل د عزم اصولي حمايت وكړو۔صدر مملكت د بنګله دېش اولس له په ټاكنو او نوې حكومت په جوړولو مباركي وركولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي كيږي۔بلوچستان ته د خاص پام لرنه په حاجت زور راوړولو سره صدر مملكت ووئيل چې د بلوچ اولس حقيقي سماجي او معاشي ګيلو ازاله به كولې شي۔ده ووئيل د بلوچستان اولس د پاكستان په پرمختګ كښې بشپړه شراكتدار دي او وي به۔صدر مملكت ووئيل دا د يو اوږد مزل وړومبې ګام دے كوم چې د عوام دوست پرمختګ پلو ځي۔زمونږ تنخادار طبقې٬پنشنرز خواري كښ او كوچني سوداګر د يو لويې آزمائش څخه تيريږي٬ټيكس او خرڅونو كښې شفافيت٬ټيكس دائره كار كښې پراختيا او د معيشت تشكيل نو لپاره بايد ټيكنالوجي او جدت خپل كړې شي۔صدر مملك آصف علي زرداري په دې خبره زور راوړو چې د بينظير انكم سپورټ پروګرام پراخا كولو سره دې غريب طبقې خپلواكه كړې شي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح د يو داسې جمهوري رياست تصور وړاندې كړې كوم چې د آئين خوښۍ او قانون په حكمرانۍ اډانه وي۔دغسې شهيد ذوالفقار علي بهټو قوم له متفقه آئين وركړې٬شهيدې بينظير بهټو د قربانۍ د لارې جمهوري عمل قوي كړې۔











