قومي اتحاد او مذهبي همغږي د وخت مهم ضرورت دې۔سردار محمد يوسف

مانسهره 02 مارچ (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي سيمه كښې روان تاؤ تريخوالي ترمخه قومي اتحاد او يو والې ضرورې دے۔بايد مونږ اختلافات يو خوا كړو او د هېواد استحكام لپاره په شريكه كردار ترسره كړو۔ده په بالاكوټ كښې د مسلم ليګ(ن)ځايې لارښودو له اړخه د روژه ماتي مېلمستيا ته وينا كوله۔په دستوره كښې د ګوند كارمندانو٬د سيمې مشرانو او بيل مكاتب فكر …

مانسهره 02 مارچ (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي سيمه كښې روان تاؤ تريخوالي ترمخه قومي اتحاد او يو والې ضرورې دے۔بايد مونږ اختلافات يو خوا كړو او د هېواد استحكام لپاره په شريكه كردار ترسره كړو۔ده په بالاكوټ كښې د مسلم ليګ(ن)ځايې لارښودو له اړخه د روژه ماتي مېلمستيا ته وينا كوله۔په دستوره كښې د ګوند كارمندانو٬د سيمې مشرانو او بيل مكاتب فكر سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير په خپله وينا كښې ووئيل قومي يو والې شريك احترام او مذهبي همغږۍ په پاكستان كښې د پرمختګ او استحكام بنياد دے۔ده زور راوړو چې ټول مكاتب فكر سياسي٬ګوندونه او د ټولنې بليې طبقې په ذاتي اختلافات هيرولو سره د هېواد د ګټې لپاره يو موټې شي۔ده ووئيل كله چې قوم يو موټې شي نو د چېلنجونو مقابله كولې شي۔دې سره استحكام زياتېږي او په نړيواله كچه د هېواد مقام هم زياتېږي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ دے۔د پاك پوځ د قربانو په سبب نن په نړۍ كښې د پاكستان وقار زيات شوې

مزید خبریں