په ميډيا د افغانستان په ضد د کارروائي بندولو په اړه دروغ او بے ېنسټه خبرونه چلولې كيږي۔طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په سوشل ميډيا بے بنسټه او د ځانه جوړ خبرونه چلولې كيږي چې پاکستان د افغانستان په ضد خپلي كاروائي بندي كړي خو حقيقت د دې برعکس دے۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطے په ويب سائټ ټويټر په خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير وئيلي چې موجوده سيمه ايز صورتحال …

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په سوشل ميډيا بے بنسټه او د ځانه جوړ خبرونه چلولې كيږي چې پاکستان د افغانستان په ضد خپلي كاروائي بندي كړي خو حقيقت د دې برعکس دے۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطے په ويب سائټ ټويټر په خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير وئيلي چې موجوده سيمه ايز صورتحال ترمخه يواځې په عارضي ډول پي اے ايف او ډرون فوټيجز ميډيا سره شيئر كول بند كړې شوي۔د دې پريكړي مقصد قومي سلامتيا او آپريشنل تګلاره محفوظ ساتل دي نه چې کارروائي بندي كړې شوي۔ده ووئيل کارروائي اوس هم رواني دي،ترهه ګرو عناصرو په ضد آپريشن په شدت او تګلاري سره مخ په وړاندې روان دے۔ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل ټول قوم د پاك پوځ سره ولاړ دے۔ده د خپل ټويټ په آخر كښې ‎#FakeNewsAlert ‎#Pakistan ‎#NationalSecurit هيش ټيګز هم شيئر کړې۔

مزید خبریں