اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري کيپټن (ر) محمد خرم آغا په مشرۍ كښې د امن و امان او سکيورټي ښه انتظامات باوري كولو په اړه غونډه وشوه،چې پكښې د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) چيئرمين او چيف کمشنر اسلام آباد محمد علي رندھاوا، انسپکټر جنرل (آئي جي) اسلام آباد سيد علي ناصر رضوي، ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز ميمن پشمول پوليس …
د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري کيپټن (ر) محمد خرم آغا په مشرۍ كښې د امن و امان او سکيورټي ښه انتظامات باوري كولو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري کيپټن (ر) محمد خرم آغا په مشرۍ كښې د امن و امان او سکيورټي ښه انتظامات باوري كولو په اړه غونډه وشوه،چې پكښې د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) چيئرمين او چيف کمشنر اسلام آباد محمد علي رندھاوا، انسپکټر جنرل (آئي جي) اسلام آباد سيد علي ناصر رضوي، ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز ميمن پشمول پوليس او ضلعي انتظاميې افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې پينډۍ ، هري پور، مري، اټك ډپټي کمشنرز او ضلعي پوليس افسران د زوم د لاري او اړوندو افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وفاقي پاي ه تخت اسلام آباد كښې امن و امان پشمول پاکستان كښې په غير قانوني توګه مېشته غير ملکيانو په ضد اقدامات په اړه جاج واخستلے شو۔د اتوار په ورځ سي ډي اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري کيپټن (ر) محمد خرم آغا ووئيل حکومت پاکستان لوظي دے په غير قانوني توګه مېشته غير ملکيانو په ضد به قانون له مخې کارروائي کولو سره د هېواد سلامتيا او استحکام باوري كولې شي۔په غونډه كښې په بشپړه ډول سنګل ويزا رجيم نافذولو پريكړه وشوه۔ ون ويزه رجيم عملدرآمد لپاره غير قانوني افغان وګړو په ضد به د فارنرز ايکټ 1946 ترمخه کارروائي کولې شي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې غير قانوني توګه مېشته غير ملکيانو په ضد به کومبنګ آپريشن تندولې شي او د دې د كار دائره به پراخه كولې شي۔











