مظفر آباد 28 فروري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د خوراك وزير ، ټيوټا وكے ډي اے آزاد كشمير جاويد اقبال بډھانوي ملاقات كړې۔ملاقات كښې د آزاد كشمير اولس ته پېښو سياسي و معاشي مسئلو، جموں و كشمير كډوالو ښېګرے،پرمختيائي منصوبو پيش رفت او وفاق او آزاد كشمير حكومت ترمينځه مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوي۔په دې …
د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د خوراك وزير ، ټيوټا وكے ډي اے آزاد كشمير جاويد اقبال بډھانوي ملاقات

مزید خبریں
مظفر آباد 28 فروري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د خوراك وزير ، ټيوټا وكے ډي اے آزاد كشمير جاويد اقبال بډھانوي ملاقات كړې۔ملاقات كښې د آزاد كشمير اولس ته پېښو سياسي و معاشي مسئلو، جموں و كشمير كډوالو ښېګرے،پرمختيائي منصوبو پيش رفت او وفاق او آزاد كشمير حكومت ترمينځه مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوي۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام په خپلو خبرو كښې ووئيل د كشمير مسئله د پاكستان د قومي پاليسۍ بنيادي برخه ده او د كشمير تحريك آزادۍ ته د پاكستان حكومت پام لرنه كوي۔ پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي او په نړيواله كچه به د هغوي غږ په ښه ډول وړاندې كوي۔وفاقي وزير ووئيل د آزاد كشمير حكومت سره بشپړه همغږي او نزدې رابطه به برقرار ساتلے شي دغسې چې رياستي اولس مسئلو حل له كوټلې او مؤثره اقدامات وكړې شي۔ وفاقي حكومت به پرمختيائي پروژو بنيادي ډھانچے ښه كولو او اولسي سهوليات لپاره ټول وسائل وركولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل حكومت پاكستان د كډوالو مسئلو څخه خبر دے او د هغوي مالي معاونت،تعليم، صحت او روزګار موقعو له به خصوصي اقدامات كوي۔كډوالو ته پېښو مسئلو حل له به حكومت ګامونه پورته كوي۔ملاقات په آخر دواړو لارښودو د دې عزم پخلے وكړو چې كشمير مسئلې منصفانه حل د كډوالو ښېګرے ، پرمختيائي منصوبو بشپړولو او رياستي اولس سوكالۍ له به شريكي هڅي رواني ساتلے شي ۔ دوي دې خبري ته سلا شول چې وفاق او آزاد كشمير حكومت ترمينځه رابطې به لا قوي كولو سره او د اولس مسئلو حل له به ګامونه پورته كولې شي دغسې چې د رياست د اولس مسئلې حل شي۔










