امنيتي ځواكونو پاك افغان پولې خوا او شا ته د ترهه ګرو 22 اډې په نښه كړي٬افغان طالبان رجيم د يو”ماسټر پروكسي”په توګه كار كوي٬هغوي له به به اوس په پاكستان او ترهه ګرو تنظيمونو كښې د يو ټاكنه كول وي۔د آئي اېس پي آر ډي جي

پینډي 27فروري(اے پي پي)د پاك پوځ وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئېلي دي د پاكستان امنيتي ځواكونو د پاك افغان پولې خوا او شا ته د ترهه ګرو 22 اډې په نښه كړي دي٬ افغان طالبان رجيم٬ د ټي ټي پي سره ولاړ دے او په پاك افغان پوله يې په 53 ځايونو بريدونه كړي٬امنيتي ځواكونو ټول بريدونه په شا تنبولي دي٬د پوځي او سول قيادت په امر غضب …

پینډي 27فروري(اے پي پي)د پاك پوځ وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئېلي دي د پاكستان امنيتي ځواكونو د پاك افغان پولې خوا او شا ته د ترهه ګرو 22 اډې په نښه كړي دي٬ افغان طالبان رجيم٬ د ټي ټي پي سره ولاړ دے او په پاك افغان پوله يې په 53 ځايونو بريدونه كړي٬امنيتي ځواكونو ټول بريدونه په شا تنبولي دي٬د پوځي او سول قيادت په امر غضب للحق آپرېشن روان دے٬مونږ به د خپلې خوښې له مخې نتيجې ترلاسه كوو۔افغان طالبان رجيم سره آپشن شته چې هغوي د پاكستان انتخاب وكړي يا د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو سره ولاړ پاتي شي ٬زمونږ خوښه وړومبۍ او وروستۍ د پاكستان او اولس تحفظ دے۔د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئېل د 21 او 22 فرورۍ په نيمه شپه پاكستان د پاك افغان پولې سره خوا او شا سيمو كښې د ترهه ګرو په اډو ټارګټډ آپرېشن كړے ؤ ۔”آپرېشن غضب للحق”كښې تراوسه د فتنه الخوارج او افغان رجيم 274 اهلكار مړه او 400 څخه زيات ژوبل شول ۔ده ووئيل د پاكستان كاروائۍ په غبرګون كښې افغان طالبان رجيم د پولې په 15 سيكټرز او 53 ځايونو اشتعال انګيزي او ډزې كړې دي٬د كوم چې پاك پوځ بشپړ ځواب وركړے ۔ځوابي كاروائۍ كښې د دښمن 73 چوكۍ په بشپړه توګه تباه كړې شوي او 18 مهمې چوكۍ اوس د پاكستان په قبضه كښې دي۔په دې مهال 115 ټانكونه او بكتر بند ګاډي هم تباه كړې شوي ۔ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئېل پاك فضائيه او زمكيزو ډلو كابل٬پكتيا٬پكتيكا٬خوست او قندهار كښې د ترهه ګرو اډې او د انفنټري بريګيډ هيډ كوارټرز په ښد ډول په نښه كړي٬افغان طالبان رجيم دا ډرامه كوي چې شهري آبادۍ ته زيان رسولے شوے خو داسې څه نشته ٬ پاك پوځ يو پيشه ورا پوځ دے۔ده ښكاره كړه چې د كابل په فضا كښې شوے “فائروركس”ټولې نړۍ ليدلے۔د آپرېشن په مهال ايبټ آباد او نوښار كښې د دښمن لخوا شوي ډرون بريدونه هم ناكامه كړي شول ۔د آئي اېس پي آر ډي جي په ښكاره ټكو ووئيل چې افغان طالبان رجيم د يو ماسټر پروكسي په توګه كار كوي٬ترهه ګرو له محفوظ پټن ځايونه وركوي۔ده خبردارے وركړو چې افغان حكومت له به اوس د پاكستان او ترهه ګرو تنظيمونو كښې د يو انتخاب كول وي۔په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په ټولو پېښو كښې د هند سپانسرشپ شته او اوس د ترهه ګرو سره سره به د هغوي سهولت كار هم نه پرېښودلې كېږي۔وياند ووئيل په دې جنګ كښې د پاك پوځ دولس ځوانان شهيدان شوي دغسې په دې مهال 27 نور ژوبل شوي هم دي ۔ده ووئيل څه ډول چې قام د بنيان مرصوص سره ولاړ ؤ داسې اوس هم دے ٬پاك پوځ د خپلو پولو په حفاظت كولو پوهېږي ۔ده ووئيل كه څوك شوق لري نو هغوي دې خپل شوق پوره كړي۔د دې څخه وړاندې د هند شوق پوره كړے شوے ؤ ٬اوس افغانستان ته هم ځواب تر لاسه شو۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل په افغانستان كښې موجود ترهه ګر نه يوازې د پاكستان بلكې د نړۍ لپاره خطر لري٬د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل افغان طالبان رجيم او ترهه ګرو كښې كوم فرق نشته٬ده ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه آپرېشن غضب للحق روان دے۔دا عمليات به د خپلو مقاصدو تر ترلاسه كولو پورې روان وي۔د پرېس كنفرنس په مهال د آپرېشن او د ژالو د تباه كولو مختلف ويډيوز هم وښودلے شول۔

مزید خبریں