جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اسرائيل د اړخه مقبوضه د لويديزې غاړې سيمو تش په نوم په سرکاري زمكو بدلولو د اوسنې غير قانوني اقدامات غندنه كړې ۔ده د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل منتخب غړي په حيث ٬ د 8 عرب و اسلامي هېوادونو د ګروپ غړي او د بورډ آف پيس غړي په حيث د فلسطيني کاز مخ په …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اسرائيل د اړخه د مقبوضه لويديزې غاړې سيمو تش په نوم په سرکاري زمكو د بدلولو غير قانوني اقدامات غندنه وكړه

مزید خبریں
جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اسرائيل د اړخه مقبوضه د لويديزې غاړې سيمو تش په نوم په سرکاري زمكو بدلولو د اوسنې غير قانوني اقدامات غندنه كړې ۔ده د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل منتخب غړي په حيث ٬ د 8 عرب و اسلامي هېوادونو د ګروپ غړي او د بورډ آف پيس غړي په حيث د فلسطيني کاز مخ په وړاندې بوتللو لپاره د پاکستان هڅي رامخې ته كړي۔ د صورتحال سنګينۍ ترمخه ده په او آئي سي زور راوړو چې په اجتماعي توګه كار كولو سره د مقبوضه فلسطين سيمو عملي الحاق لپاره د كړو ټولو اسرائيلي اقدامات په سمدستي توګه بيرته اخستل باوري كړي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستي تنظيم اوپن اينډډ غير معمولي وزارتي غونډي ايګزيکټو کمېټۍ كښې د پاکستاني پلاوي مشري وكړه۔په غونډه كښې د اسرائيلي قابضو عسكرو په غير قانوني پريكړو غور وشو چې مقصد يې د غير قانوني كليو او الحاق ته وده وركول او مقبوضه لويديزه غاړه كښې د اسرائيل د خپلواكۍ مسلط کولو هڅې كول دي۔ او آئي سي كښې د پاکستان مستقل استازي سفير فواد شير هم په دې غير معمولي غونډه كښې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سره ؤ ۔په خپله وينا كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د اسرائيل د اړخه مقبوضه لويديزې غاړي سيمي تش په نوم په سرکاري زمكه د بدلولو غير قانوني اقدامات سخته غندنه وكړه۔ده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل منتخب غړي په حيث او د 8 عرب و اسلامي هېوادونو ګروپ غړي او بورډ آف پيس غړي په حيث د فلسطيني کاز مخ په وړاندې بوتللو له د پاکستان هڅي رامخې ته كړي ۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاکستان د قرارداد 2803 ترمخه بورډ آف پیس كښې شمولیت اختیار کړے ، وزیراعظم محمد شهباز شریف په 19 فروري واشنګټن ډي سي كښې د بورډ آف پیس افتتاحی غونډه كښې ګډون كړے او د فلسطین په اړه يې د پاکستان د اصولي موقف پخلے كړے۔ده په او آئي سي زور راوړو چې د مقبوضه فلسطين سيمو ډي فيكټو الحاق لپاره د اسرائيل د اقدامات مخنيوې باوري كړي، غزه كښې په جنګ بندۍ دې سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي، د غزه سمدستي بيا وداني دې وكرې شي او د 1967ء پولو په بنياد د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو له دې د ټاكلې مودي ترمخه سياسي عمل پېل كړے شي د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د او آئي سي څخه دا هم غوښتنه وكړه چې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو له هڅي تندي كړي۔ نائب وزیراعظم ووئيل مقبوضه فلسطین سيمو او د هند غیر قانونی تسلط كښې جموں و کشمیر حالات كښې مماثلت واضحه دے،مونږ د کشمیریانو د خپلواكۍ حق په حمايت د او آئی سی مننه كوو او د دې مسئلې منصفانه حل لپاره د لا اقدامات اپیل کوو۔غير معمولي غونډي په موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير د بنګله ديش، مالديپ او فلسطين خارجه وزيرانو ، ترکيه نائب خارجه وزير او صوماليه د خارجه چارو وزير مملکت سره دوه اړخيزه او غير رسمي ملاقاتونه هم وكړل۔











