او آئي سي دې د شخړيزو فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق له د اسرائيلي اقدامات مخنيوې باوري كړي ۔ د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار

جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په او آئي سي زور راوړے چې د شخړيزو فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق لپاره د اسرائيلي اقدامات مخنيوې باوري كړي، غزه كښې دې په جنګ بندۍ په سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي، آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره دې د ټاكلې مودې ترمخه سياسي عمل پېل كړے شي او كشميريانو له دې د …

جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په او آئي سي زور راوړے چې د شخړيزو فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق لپاره د اسرائيلي اقدامات مخنيوې باوري كړي، غزه كښې دې په جنګ بندۍ په سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي، آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره دې د ټاكلې مودې ترمخه سياسي عمل پېل كړے شي او كشميريانو له دې د خپلواكۍ حقِ وركولو لپاره هڅي تندي كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د ايګزيكټو كمېټۍ غير معمولي وزارتي غونډي ته وينا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د مقبوضه لويديزې غاړې سيمي تش په نوم په رياستي ملكيت بدلولو له د اسرائيل د اقدامات سخته غندنه وكړه ۔ده د فلسطين كاز مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان هڅي رامخې ته كړي كومي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ، بورډ آف پيس او د اته كسيز عرب۔اسلامي هېوادونو د ګروپ په حيث سره رواني دي۔ده په او آئي سي زور راوړو چې د مقبوضه فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق لپاره د اسرائيل د اقدامات مخنيوې باوري كړي، غزه كښې په جنګ بندۍ دې سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي، د غزه سمدستي بيا وداني دې وكرې شي او د 1967ء پولو په بنياد د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو له دې د ټاكلې مودي ترمخه سياسي عمل پېل كړے شي د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د او آئي سي څخه دا هم غوښتنه وكړه چې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو له هڅي تندي كړي۔ده ووئيل مونږ له به په اجتماعی توګه دا باوري كول وي چې د مقبوضه فلسطین سيمو عملی الحاق له ټول اقدامات په سمدستي توګه ختم كړې شي، د مقدس ځايونو په خاص توګه د مسجد اقصیٰ تاریخی او قانونی ”سټيټس ته“تحفظ، په زوره بې دخلې كولو او آبادیاتی بدلونونو خاتمه ، د سلامتی کونسل په قرارداد 2803 بشپړ عملدرآمد، د غزہ سمدستي بيا رغونېِ او د بحالۍ پېل كولو سره د فلسطینی ملکیت او فلسطین اتھارټی مرکزی کردار سره سره د جنګي جرمونو احتساب او دوه ریاستی حل پلو د عمل وړ سیاسی پیش رفت وكړے شي۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاکستان د قرارداد 2803 ترمخه په بورډ آف پیس كښې شمولیت اختیار کړے ، وزیراعظم محمد شهباز شریف په 19 فروري واشنګټن ډي سي كښې د بورډ آف پیس پرانستې غونډه كښې ګډون وكړو او د فلسطین په اړه يې د پاکستان د اصولی موقف پخلے كړے۔سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان اسرائیل كښې د امریکائي سفیر د اوسني راپارونكو بیانونو سخته غندنه كوي چې پكښې د عرب ریاستونو په سيمو د اسرائیل کنټرول د قبلولو وړ ګرځولې شوے ؤ ،دا ډول بيانونه د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو منشور په ضد او د منطقې امن لپاره خطرناك دي۔ده ووئيل پاکستان د وروڼو عرب هېوادونو سره د سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره ولاړ دے۔ نائب وزیراعظم ووئيل مقبوضه فلسطین سيمو او د هند غیر قانونی تسلط لاندې جموں و کشمیر حالات كښې مماثلت واضحه دے،مونږ د کشمیریانو د خپلواكۍ حق په مرسته د او آئی سي مننه كوو او د دې مسئلې منصفانه حل لپاره د لا اقدامات اپیل کوو۔ده ووئيل پاکستان جامع غزہ امن منصوبه ، بورډ آف پیس، د فلسطین مسئلې امناكه حل په اړه د اعلیٰ پائې کنفرنس او دوه ریاستی حل لپاره د نړيوال اتحاد پشمول ټولو سفارتی اقدامات كښې بشپړ كردار ترسره كوي، د فلسطینیانو د خپلواكۍ حق او د آزاد ریاست جوړولو لپاره زمونږ مرسته غیر متزلزل او دائمی ده۔ ده ووئيل دا د مسلمانانو لپاره د پريكړي وړ وخت دے، د فلسطینیانو لپاره يواځې د بیانونو وركولو نه عملی ګامونو ته اړتيا ده۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاکستان د خپلو وروڼو او آئی سی هېوادونو سره اتحاد، عزم او مقصد سره د دې چیلنج مقابلې كولو له چمتو دے۔

مزید خبریں