اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي د آپريشن سوئفټ ريټارټ په 7مه سالګره ټول قام د وسله والو جرات، پيشه وره پوهي او قربانيو ته سلام كوي۔ د جمعې په ورځ د ايوانِ صدر پرېس وِنګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په 27 فروري 2019 د شوي بلااشتعال جارحيت خله ماتي ځواب وركولو سره …
د آپريشن سوئفټ ريټارټ په 7مه سالګره ټول قام د وسله والو جرات، پيشه وره پوهې او قربانيو ته سلام كوي۔صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي د آپريشن سوئفټ ريټارټ په 7مه سالګره ټول قام د وسله والو جرات، پيشه وره پوهي او قربانيو ته سلام كوي۔ د جمعې په ورځ د ايوانِ صدر پرېس وِنګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په 27 فروري 2019 د شوي بلااشتعال جارحيت خله ماتي ځواب وركولو سره پاكستان ثابته كړې چې په قامي خپلواكۍ به كومه سمجھوته نه كوي۔ده ووئيل څه ډول چې آپريشن سوئفټ ريټارټ كښې ختيز څخه د راغلي دښمن غاښونه مات شوي، د هغه عزم او صلاحيت مظاهره تيره ورځ په لويديزه پوله هم وشوه ۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل كه ختيزې وي يا لويديزې د پاكستان د پولو د خلاف ورزۍ به ځواب يو ډول وركولې شي۔ده ووئيل د افغانستان غير نمائنده حكومت او پاكستان كښې په غير ملكي سرپرستۍ كښې د فعاله شر خوښو عناصر سرپرستو ته دا واضحه پيغام دے چې پاكستان به پخپله سلامتيا او د دفاع په وقار د كوم مصلحت ښكار نه شي۔ صدرِ مملكت ووئيل زمونږ وسله وال پوځ هر وخت چمتو ولړ دے او د هر ډول خطرې د مقابلې كولو بشپړ صلاحيت لري۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاكستان سيمه كښې امن غواړي،خو امن دې كمزوري ونه ګڼلے شي۔ده ووئيل قام د اوسپني ديوال په شان د خپلو وسله والو سره ولاړ دے او د هر ډول جارحيت په ضد يو موټے دے









