د نائب وزيرِاعظم سينيټر محمد اسحاق ډار جده كښې د فلسطين خارجه وزير سره ملاقات

جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار جده كښې د اسلامي مرستې تنظيم د ايګزيكټو كميټۍ غونډې په موقع د فلسطين خارجه وزير ډاكټر وارسن آغابيكيان شاهين سره ملاقات وكړو ۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه نائب وزيرِاعظم د فلسطيني اولس سره د پاكستان د غير متزلزل يو والي پخلے وكړو او د غزه پټۍ …

جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار جده كښې د اسلامي مرستې تنظيم د ايګزيكټو كميټۍ غونډې په موقع د فلسطين خارجه وزير ډاكټر وارسن آغابيكيان شاهين سره ملاقات وكړو ۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه نائب وزيرِاعظم د فلسطيني اولس سره د پاكستان د غير متزلزل يو والي پخلے وكړو او د غزه پټۍ كښې د اسرائيلي پوځي بريدونو او مقبوضه مغربي غاړه كښې يې د غير قانوني اقدامات سخته غندنه وكړه ۔ دواړو لارښودو د غزه په انساني صورتحال هم خبرې وكړې او د كوم خنډ نه غېر يې د انساني مرستې د وركړې او دج سمدستي بيا رغونې په ضرورت زور راوړو

مزید خبریں