پاكستان يو ذمه واره هيواد دے ٬ د عزت سره په امن كښې خوښي لري: د پاك فضائيه مشر

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو ايئر هيډكوارټرز كښې د آپرېشن سوئفټ ريټورټ 7مي سالګرې دستوري ته وينا كښې ووئيل پاكستان يو ذمه واره هېواد دے كوم چې د عزت سره به امن كښې خوښي لري۔ ده ووئيل 7 كاله آګاهو دښمن د پاكستان خپلواكي چېلنج كړه او لكه د تل يۍ د دروغو په بيانيه اډانه خپله …

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو ايئر هيډكوارټرز كښې د آپرېشن سوئفټ ريټورټ 7مي سالګرې دستوري ته وينا كښې ووئيل پاكستان يو ذمه واره هېواد دے كوم چې د عزت سره به امن كښې خوښي لري۔ ده ووئيل 7 كاله آګاهو دښمن د پاكستان خپلواكي چېلنج كړه او لكه د تل يۍ د دروغو په بيانيه اډانه خپله اندازه كښې زمونږ د صلاحيت او عزم ناسمه اندازه ولګوله۔ ده ووئيل دښمن زمونږ له كلك عزم ٬ د قربانۍ جذبې او ځانګړې حوصلې څخه بې خبره پاتې كېدو سره د شپې په تياره كښې بزدلانه بريد وكړو۔ ده ووئيل مونږ د ورځې په رڼا كښې مؤثره كارروائي كولو سره د عدد او وسلې په اعتبار سره د ستر دښمن په ضد د خپل دفاعي قوت څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د مالي ستونزو باوجود پي اے اېف مارچ 2021 څخه د جدت سره او په مقامي كچه د چمتوالي سفر پېل كړو او دا يۍ په بشپړ ډول روان وساتلو دغسې چې پاك فضائيه په نېكسټ جنرېشن ايئر فورس بدل كړے شي۔ ده د معركه حق په مهال د پاك فضائيه بشپړ او متوازن ځواب په ډاګه كولو سره ووئيل په تاريخ كښې په اولني ځل پي اے اېف ګڼ اړخيزه آپرېشنز په زيات منظم ډول ترسره كړل چې په نتيجه كښې يۍ دښمن پرېكنده ماتې وخوړه او يو شمېر رافيل الوتكې ، اېس يو-30 اېم كے آئي، ميراج-2000، مګ-29 او بې پائيلوټه فضائي نظام په نښه كړے شو۔ ده ووئيل پاك فضائيه د دښمن سيمه كښې دننه بېسز او زمكيزې اثاثې هم په نښه كړې او عصري اېس-400 فضائي دفاعي نظام او د هغې كمانډ اېنډ كنټرول سېنټر يۍ ناكاره كړو۔ د خپل خطاب په پايه كښې ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستانت ايئر فورس به تل خپل قام لپاره د وياړ علامت پاتي وي۔ پاك فضائيه قام سره په ګډه د آپرېشن سوئفټ ريټورټ اوومه سالګره ولمانځله كومه چې په عصري فضائي جنګ كښې د عزم ٬ پېشه ور مهارت او متوازن ځواب يو ښكار مثال دے

مزید خبریں